استانبول ( پژواک ١٠لړم ٩٠ ): حامد کرزى به د افغانستان ، پاکستان او ترکيې د ولسمشرانو په غونډه کې له پاکستان سره د افغانستان د سولې ، له دې هېواد څخه پر افغانستان د راکټي بريدونو او د برهان الدين رباني د وژنې د موضوع د څېړلو په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان د جمهوري رياست وياند اېمل فيضي د ترکيې په استانبول ښار کې وويل چې ولسشمر حامد کرزي دغه څرګندونې نن د ترکيې له ولسمشر عبدالله ګل سره په ليدنه کې وکړې .
کرزي ويلي چې پاکستان په افغانستان کې د سولې په ټينګښت کې مهم رول لرلى شي ، نو ځکه به يې له ولسمشر سره په دې اړه خبرې وکړي.
پاکستان د افغانستان د دولت له وسلوالو مخالفينو سره په مرسته تورن دى او له تېرو څو مياشتې راهيسې د پاکستان له خاورې د افغانستان پر ځينو سرحدي سيمو په وقفه يي ډول راکټي بريدونه کيږي،چې له امله يې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
خو پاکستان تل د افغان دولت له وسلوالو مخالفينو سره د مرستې تورونه رد کړي او وايي چې راکټي بريدونه يې هم نه دي کړي .
فيضي وويل چې ولسمشر حامد کرزى به په ياده درې اړخيزه غونډه کې د پاکستان له ولسمشر څخه په جدي توګه وغواړي چې د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشر استاد برهان الدين رباني د وژل کېدو د قضيې په څېړنه کې مرسته وکړي.
استاد رباني د وږي په ٢٩مه په کابل کې د يو تن لخوا ، چې ځان يې د سولې د خبرو لپاره د وسلوالو طالبانو استازى معرفى کاوه ، په ځانمرګي بريد کې ووژل شو .
افغان چارواکي وايي، داسې اسناد يې تر لاسه کړي ، چې پر استاد رباني بريد د پاکستان د کوېټې په ښار کې جوړ شوى او دغه اسناد يې پاکستان ته سپارلي دي .
ياده درې اړخيزه غونډه دا مهال ( د افغانستان په وخت شاوخوا يوه بجه ) پيليږي .
ټاکل شوې ده چې په دې ناسته کې د درېيو هېوادونو ترمنځ د شته اقتصادي، سياسي او امنيتي همکاريو پر پراختيا خبرې وشي.
دغه راز په پام کې ده چې د درېيو واړو هېوادونو دکورنيو چارو وزيران او لوى درستيزان هم په ترکيه کې ځانګړې ناستې ولري .
د افغانستان ولسمشر د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ تېره ورځ په ياده درې اړخيزه غونډه او د استانبول د سيمه ييزو همکاريو په کنفرانس کې د ګډون په موخه ترکيې ته تللى .
ټاکل شوې ده، چې د استانبول د سيمه ييزو همکاريو کنفرانس د سيمې او منځنۍ اسيا د هېوادونو ترمنځ د امنيت د ټينګښت په لاره کې د همکاريو د پراختيا لپاره د باور فضا د پيدا کېدو په موخه د لړم په ١١مه د ترکيې په استانبول ښار کې جوړ شي.
په دې کنفرانس کې به د امريکا، فرانسې ،انګلستان ، هندوستان، پاکستان، ايران او د منځنۍ اسياد هېوادونو، په ګډون د ١٥ هېوادونو استازي ګډون وکړي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن