ژبه

د امريکايي بې پيلوټه الوتکې په بريد کې څلور تنه ووژل شول

قيصر يوسفزى

۱۰ لړم ۱۳۹۰ - ۰۹:۵۴

Views: ۶۵

اسلام اباد ( پژواک ١٠ لړم ٩٠ ) : د افغانستان پولې ته څېرمه پر قبايلي سيمې شمالي وزيرستان د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې  څلور تنه ووژل شول.

د شمالي وزيرستان په مرکز ميرانشاه کې د دفتر خان په نامه يوه دولتي کارکوونکي د لړم په لسمه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا بريد تېر ماخوستن په شاوخوا اتو بجو شوى دى.

هغه زياته کړه چې د بې پيلوټه امريکايي الوتکې بريد د افغانستان پولې ته څېرمه په ميرعلي سيمه کې پر يوه کور او موټر شوى دى.

د نوموړي په وينا، په دې بريد کې څلور تنه وژل شوي، خو د هغوى هويت تر اوسه نه دى څرګند شوى.

د اجمل وزير په نامه يوه ځايي قبايلي مشر  پژواک ته وويل چې دا  بريد د نورنګ په سيمه کې شوى او وژل شوي کسان ټول ځايي اوسېدونکي دي.

د يادونې ده، چې په روان زېږديز کال کې د امريکا له خوا پر شمالي او سوېلي وزيرستان ٧٤ هوايي بريدونه شوي ، چې له امله يې د ځايي اوسېدونکيو ترڅنګ ګڼ شمېر د حقاني ، القاعدې او ځايي وسلوالو طالبانو غړي وژل شوي دي.