اسلام اباد ( پژواک ١٠ لړم ٩٠ ) : د افغانستان پولې ته څېرمه پر قبايلي سيمې شمالي وزيرستان د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې څلور تنه ووژل شول.
د شمالي وزيرستان په مرکز ميرانشاه کې د دفتر خان په نامه يوه دولتي کارکوونکي د لړم په لسمه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا بريد تېر ماخوستن په شاوخوا اتو بجو شوى دى.
هغه زياته کړه چې د بې پيلوټه امريکايي الوتکې بريد د افغانستان پولې ته څېرمه په ميرعلي سيمه کې پر يوه کور او موټر شوى دى.
د نوموړي په وينا، په دې بريد کې څلور تنه وژل شوي، خو د هغوى هويت تر اوسه نه دى څرګند شوى.
د اجمل وزير په نامه يوه ځايي قبايلي مشر پژواک ته وويل چې دا بريد د نورنګ په سيمه کې شوى او وژل شوي کسان ټول ځايي اوسېدونکي دي.
د يادونې ده، چې په روان زېږديز کال کې د امريکا له خوا پر شمالي او سوېلي وزيرستان ٧٤ هوايي بريدونه شوي ، چې له امله يې د ځايي اوسېدونکيو ترڅنګ ګڼ شمېر د حقاني ، القاعدې او ځايي وسلوالو طالبانو غړي وژل شوي دي.
Visits: 8
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن