جلال اباد (پژواک ١٠ لړم ٩٠): د ننګرهار د برېښنا مسوولين وايي، چې د راتلونکي کال د وري تر مياشتې به د ننګرهار او لغمان لسګونه زرو کورنيو ته له نغلو غځېدونکې برېښنا ورکړل شي.
دغه څرګندونې د ننګرهار د برېښنا رييس انجنير محب الرحمن مومند د لړم په ١٠مه په يوه خبري غونډه کې وکړې.
هغه د ننګرهار او لغمان ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې که کومه جدي امنيتي ستونزه نه وه، نو د راتلونکي کال د وري تر مياشتې به د نغلو د برېښنا له نعمت څخه برخمن شي.
نوموړي زياته کړه، چې د سره رود ولسوالۍ د غوچکو د سب سټيشن ٦٠ سلنه چارې ترسره شوې او پاتې ٤٠ سلنه، چې د کېبلونو غځول دي، د روان لمريز کال د مرغومي تر ١١مې به بشپړې شي.
انجنير مومند وويل، چې د لغمان د قرغيو ولسوالۍ له خيروخېلو څخه تر جلال اباد پورې په ١٣١پايو، له خيروخېلو تر مهترلام ښار پورې په ٣١ او له خيروخېلو تر ګړوچه په ٩٢ پايو کې د برېښنا مزي غځول شوي دي.
د نوموړي په وينا، د لغمان له ګړوچ ولسوالۍ څخه د سروبي تر نغلو پورې د ١١٧ پايو د مزو غځول پاتې دي، چې چارې به يې د ٢٠١٢ کال تر جون مياشتې بشپړې شي.
د ننګرهار د برېښنا رييس وويل، چې تر ډېره بريده يې د کار پر وړاندې په ګړوچ او بادپښ کې امنيتي خنډونه هوار شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د لغمان د ولايتي بيارغونې امريکايي ډلې په مرسته يې په سيمه کې ١٢٠ اربکيان د امنيت په موخه پر دنده ګومارلي دي.
نوموړى وايي، چې يوه اونۍ وروسته به د هغې ١٢ کيلومتري ښاري شبکې چارې د خپل وزارت پر مټ پيل کړي، چې له مخې به يې د جلال اباد ښار ٢٥٠٠٠ کورنيو ته ٢٤ ساعته برېښنا ورکړل شي.
انجنير مومند وويل، چې د درونټې د بند د برېښنا د توليد کچه يې ٦ ميګاواټو ته لوړه کړې، چې اوس جلال اباد ښاريان هره شپه له ٩ بجو تر ١٢ بجو پورې برېښنا لري.
د لغمان د برېښنا امر انجنير اکرام پژواک اژانس ته وويل، چې د برېښنا د وېش پلان يې له وزارت سره دى او دى نه پوهېږي، چې په دغه ولايت کې به د برېښنا د مزو څو کيلومتره پروژه وغځول شي.
نوموړي زياته کړه، چې په لغمان کې د صنعتي پارک او کارخانو د نشتوالي له امله به د نغلو برېښنا د ١٣ ترانسپرمرونو په لګولو سره قرغيو ولسوالۍ ټولو کليو او مهترلام ښار ته ٢٤ ساعته برېښنا ورکړل شي.
د لغمان د برېښنا امر وويل، وزارت د ولايتي شبکې سروې، چې د کومو پايو د نصبولو لپاره يې ترسره کړې، د دغه ولايت اوسېدونکو ته بسنه نه کوي.
د يادونې ده، چې په څو مرحلو کې به له نغلو څخه ننګرها ر او لغمان ته د غځېدونکې برېښنا د لګښت کچه تر ٢٦ ميګاواټه ورسېږي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن