ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په زابل کې پر بزګرانو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول

په زابل کې پر بزګرانو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول

author avatar
1 Nov 2011 - 10:29
په زابل کې پر بزګرانو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول
author avatar
1 Nov 2011 - 10:29

کلات (پژواک ١٠ لړم ٩٠): د زابل د کرنې ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې يې د کوکنارو د کښت د مخنیوي په موخه بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سره وېشلې ده.

د دغه ولایت د کرنې رییس بسم الله حریفال د لړم په ۱۰مه پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دغه توکي د مرکز کلات، سیوري، شهرصفا، مېزانې او شاه جوی ولسواليو پر ځمکوالو او بزګرانو ووېشل شول.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغو توکو کې څه باندې ۵۳ټنه د غنمو اصلاح شوی تخم او همدومره سپینه سره شامله ده، چې ۱۰۷۰ بزګرانو ته يې تېره اونۍ د وېش لړۍ پيل شوې وه او نن پاى ته ورسېده.

هغه زياته کړه، چې د یوه ټاکل شوي پلاوي له لوري له وړاندې لا مستحق بزګران لست او پېژندل شوي وو او هر يوه ته ۵۰ کیلوګرامه غنم او ۵۰ کیلوګرامه کیمیاوي سره ورکړل شوه.

د ده په خبره، چې دغه سره او تخم د ولایتي بیارغونې د ډلې (PRT) له لوري دوى ته سپارل شوى و، چې دوى هم په وړیا ډول ځمکوالو او بزګرانو ته ووېشل.

د کرنې رییس زیاته کړه، چې له دې مرستې يې موخه په دغه ولایت کې د کوکنارو مخنیوی او ګټورو کښتونو ته د بزګرانو هڅونه ده.

د زابل د شهرصفا ولسوالۍ یوه بزګر نورالله، چې دغه توکي يې ترلاسه کړي، پژواک اژانس ته وویل، چې دغه ډول پروګرامونه د کوکنارو د مخنیوي لپاره ګټور دي.

هغه وویل، چې ډېر شمېر ځمکوال او بزګران یواځې له دې امله، چې کوکنار لږ اوبه غواړي کوکنار کري، خو ویل کېږي، چې د غنمو اصلاح شوی کښت لږ اوبه غواړي.

نوموړي له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې باید د ځمکوالو او بزګرانو اساسي ستونزو ته پاملرنه وکړي د اوبو بندونه جوړ کړي، د دوى د حاصلاتو د ساتنې لپاره سړې خونې جوړې کړي او بازار ورته ومومي، تر څو د کوکنارو د کښت مخه په رښتني ډول ونیول شي.

که څه هم تېر کال چارواکو ویلي وو، چې په زابل کې يې د کوکنارو کښت نږدې ختم کړی، خو بیا هم د دغه ولایت په شهرصفا، مېزانه، ارغنداب او یو شمېر نورو ولسوالیو کې سږ کال کوکنار کرل شوي وو.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.