کابل (پژواک ١١ لړم ٩٠): د امريکا د بهرنيو چارو پخوانى وزير هنري کسنجر وايي، چې د افغان جګړې د درولو لپاره بايد امريکا د وسلوالو طالبانو پر ځاى د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو سره خبرې وکړي.
هنري کسنجر دغه څرګندونې تېره ورځ د واشنګټن په يوه څېړنيز مرکز کې د وينا پر مهال کړې دي.
هغه زياته کړې، چې دى له طالبانو سره د امريکا د حکومت پر خبرو اترو کومه نيوکه نه لري، خو د جګړې د پاى ته رسېدو په موخه لومړى له طالبانو سره خبرې کول سمه لاره نه ده.
کسنجر وايي، چې لومړى بايد د افغانستان له ګاونډيو هېواونو سره د دغه هېواد د شخړې په اړه خبرې وشي او بيا دې په دويم پړاو کې د دغو خبرو په رڼا کې له وسلوالو طالبانو سره خبرې وشي.
د نوموړي په وينا، په داسې حال کې، چې امريکا له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو په ايستلو پيل کړى، نو له وسلوالو طالبانو سره خبرې اترې کول ښه کار نه دى.
د يادونې ده، چې شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکې په کابل کې د سولې د عالي شورا د مشر استاد رباني له وژلو وروسته ولسمشر حامد کرزي وويل، چې دوى نور د وسلوالو طالبانو پر ځاى له پاکستان سره د سولې خبرې کول غواړي.
د افغانستان امنيتي ځواکونو له پلټنو وروسته اعلان وکړ، چې د استاد رباني د وژلو دسيسه د پاکستان په کوېټې ښار کې جوړه شوې وه.
Visits: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن