ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اداري فساد او د بهرنيانو لاسوهنه د زابل د سولې پر وړاندې ستر خنډونه دي

اداري فساد او د بهرنيانو لاسوهنه د زابل د سولې پر وړاندې ستر خنډونه دي

author avatar
5 Nov 2011 - 15:10
اداري فساد او د بهرنيانو لاسوهنه د زابل د سولې پر وړاندې ستر خنډونه دي
author avatar
5 Nov 2011 - 15:10

کلات  (پژواک ١٤ لړم ٩٠): د زابل ولایت د سولې د ولایتي شورا مسوولین وايي چې په دې ولایت کې د سولې د پروسې پر وړاندې ستر خنډونه په دولتي ادارو کې د فساد شتون او د ځینو بهرنیو کړیو مغرضانه لاسوهنې دي.

د دې ولایت د سولې د شورا  د عامه اړیکو مسوول محمد داوود ګلزار پژواک خبري اژانس ته د یوې ځانګړې مرکې په ترڅ وویل، چې د سولې بهیر له پیله په دې ولایت کې ټکنی و؛ خو د برهان الدین رباني په وژل کېدو سره دغه بهیر نږدې په ټپه ودرېد.

نوموړي زیاته کړه، د هېواد په دننه او بهر کې څومره چې سولې ته لېوالتیا شته او د سولې ملاتړي شته، په همدې ډول يې مخالفین او تخریبوونکي هم زیات دي.

ګلزار وویل، چې که څه هم تر اوسه د دوى د شورا او د دې ولایت د ملي امنیت د ریاست په هڅو یو شمېر وسله وال مخالفین د سولې له بهیر سره یوځای شوي او له یو شمیر مهمو کسانو سره اوس هم اړيکې شته؛ خو دوى د امنیتي ستونزو له امله دا هر څه پټ ساتلي دي.

د پژواک اژانس د دې پوښتنې په ځواب کې چې د سولې د پروسې پر وړاندې مهم خنډونه څه دي؟ ګلزار زياته کړه: ((دوه لويې ستونزي لرو، لومړی د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای ایس ای) مداخله ده، ځکه هغوى جنوب لوېدیځه حوزه خپله د نفوذ ساحه بولي او دلته د سولې د پروسې پر وړاندې زیات خنډونه جوړي او دغه هڅې د افغانستان او هند تر منځ د ستراتیژیک تړون له لاسلیک کېدو وروسته نورې هم زیاتې شوې دي او بله ستره ستونزه داده، چې په دولت کې دننه پراخ اداري فساد دى چې اوس خپل اوج ته رسېدلی دی(.)

د ده په خبره، په تېرو لسو کلونو کې د دولت او ملت تر منځ پراخ واټن منځ ته راغلی او دا واټن هله له منځه وړل کېدای شي، چې دولت په لیرې پرتو سیمو کې پرمختیايي پروژې پیل کړي، ترڅو پر دولت د خلکو اعتماد پیدا شي؛ خو د شته فساد له امله لا هم د ملت او دولت تر منځ فاصله پر خپل ځای پاتې ده.

هغه زیاته کړه، چې په کابل کې د دولت د درې ګونو قواوو تر منځ موجوده لانجه هم عام افغانان او د دولت مخالفین د راتلونکي په اړه بې باوره کړي دي او د سولې پر پروسې خپل منفي اغېز لري.

د سولي د ولایتي شورا د عامه اړیکو مسوول وايي، چې په ولایتي کچه يې د فساد په برخه کې شته ستونزې له ولایتي ادارې سره شریکې کړې دي؛ خو تر اوسه نه دي حل شوې.

 نوموړي زیاته کړه، چې له دې ټولو ستونزو سره سره یې بیا هم خپلې هڅې روانې ساتلې دي او همدا اوس هم د مخالفینو یو شمېر لوړپوړي کسان له دوى سره اړیکې لري.

ګلزارهیله وښوده، چې که د پورتنیو ستونزوپه حل کې نړیواله ټولنه او افغان حکومت ورسره مرسته وکړي، نو دوى به وتوانېږي چې په راتلونکي کې ګڼ شمېر مخالفین د پخلاینې له بهیر سره یو ځای کړي.

هغه وايي: ((د دې ولایت ټول اوسېدونکي له جګړې ستړي شوي، د سولې له پروسې سره پوره همکاري لري، مخالفینو هم په دې اړه خپله لېوالتیا ښودلې او موږ هم په خپل توان سره د سولې د پروسې د کامیابۍ لپاره کار کوو؛ نو ډاډ درکوو چې ښې لاسته راوړنې به هم ولرو.))

ګلزار هیله وښوده چې که د پورتنیو ستونزو په حل کې نړیواله ټولنه او افغان حکومت ورسره مرسته وکړي نو دوي به وتوانیږي چې په راتلونکي کې ګڼ شمیر مخالفین د پخلاینې له بهیر سره یو ځای کړي.

هغه وايي ( ددې ولایت ټول اوسیدونکي له جګړې ستړي شوي د سولې له پروسې سره پوره همکاري لري مخالفینو هم پدې اړه خپله لیوالتیا ښودلې او موږ هم په خپل توان سره د سولې د پروسې د کامیابۍ لپاره کار کوو نو ډاډ درکوو چې ښې لاسته راوړنې به هم ولرو(.

د زابل ولایت چارواکو هم په دولتي ادارو کې د فساد ستونزه ومنله خو زیاتوي چې د له منځه وړلو لپاره یې جدي هڅې کوي .

ددې ولایت د والي مرستیال محمدجان رسولیار پژواک اژانس ته وویل چې د فساد ستونزه یوه هېواد شموله ستونزه ده انکار ترې نشي کیدای خو  له منځه وړل یې اړين دي.

هغه زیاته کړه چې که څه هم فساد د سولې له پروسې سره نیغ په نیغه اړیکي نه لري خو بیا هم اوس په دې ولایت کې د فساد دمخنیوي په موخه د ولایتي اداري هڅي ګړندۍ شوې او په نږدې راتلونکي کې به ددې ولایت د ټولو لوړو چارواکو د شتمنیو د ثبت لړۍ پيل شي

رسولیار ټینګار وکړ چې د فساد د مخنیوي او له منځه وړل باید له لوړ پوړو چارواکو څخه پیل شي 

 په زابل کې د سولې ولایتي دفتر نږدې شپږ میاشتې وړاندې خپل کار پیل کړی، چې پنځه ویشت غړي لري او تر اوسه پورې یواځې د یوې پنځه کسیزې ډلې مخالفینو په پخلا کولو توانېدلى، چې د هغوى په اړه هم رسنیو ته پوره معلومات نه دي ورکړل شوي.  

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.