سرپل ښار (پژواک ١٤لړم ٩٠) : په يوه جيپ موټر د سړک د غاړې ماين د چاودنې له امله اتو تنو ته مرګ ژوبله واوښته .
د سرپل د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال جهانګر خان نن (د لړم په ١٤مه ) پژواک اژانس ته وويل په دغه موټر کې سپاره کسان هغه مهال د ماين له چاودنې سره مخ شول ، چې غوښتل يې تېره ورځ مازيګر ددغه ولايت له مرکز څخه د صياد ولسوالۍ پرلور لاړ شي .
ده زياته کړه چې په دې چاودنه کې پنځه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي ، چې په وژل شويو کسانو کې دوه ښځې ، دوه سړي او يو ماشوم شامل دي .
د نوموړي په خبره چې ټپيان ددغه ولايت روغتون ته لېږدول شوي ، چې ددغه روغتون د ډاکټرانو د معلوماتو په اساس د يوتن ټپي روغتيايي حالت نازک ښودل شوى دى .
د صياد ولسوال سيد امير حسين سجادي دغه پېښه تاييد کړه او ويې ويل ياد شوي کسان د اختر د جامو او ميوې په موخه د ولايت مرکز ته تللي وو.
هغه ددولت له وسلوالو مخالفينو څخه وغوښتل چې خلک دې پريږدي ، چې د امن په فضا کې ژوند وکړي .
تراوسه پورې ددغې پېښې مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى .
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کيږي ، چې د وسلوالو طالبانو مشر ملا حمد عمر د اختريز پيغام په ترڅ کې له خپلو وسلوالو غوښتي ، چې د عامو وګړيو سر او مال ته جدي پاملرنه وکړي او که څوک په کې ښکيل وبلل شي ، نو د شريعت په رڼا کې به ورته سزا ورکړل شي .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن