ژبه

په ټول هېواد کې د نېکمرغه لوى اختر لمونځ ادا شو

خواجه بصیر فطری

۱۵ لړم ۱۳۹۰ - ۰۹:۲۱

Views: ۶۸

کابل  ( پژواک  دلړم ١٥ مه  ٩٠ ) : د کابل ښار په ګډون په ټول هېوادکې د نېکمرغه لوى اختر لمونځ  په پوره ډاډ او له کومې امنيتي پېښې پرته ادا شو .

د کابل ښار اوسېدونکي  د کابل د عيدګاه ، پل خشتي ، وزيرمحمد اکبرخان او د ښار  په ټولو سيمو کې جوماتونو ته  ولاړل او د کوچني اختر لمونځ يې اداکړ .

ولسمشر حامد کرزي ، له يو شمېر جهادي مشرانو، د کابينې  او   ملي شورا له غړيو سره په ارګ کې د لوى اختر لمونځ ادا کړ.

د زياتره جوماتونو ملاامامانو په خپلو ويناوو کې ددې ورځې د فضليت او په هېواد کې د تلپاتې سولې په اړه خبرې وکړې .

ملا امامانو او عالمانو د اختر  له لمانځه څخه وروسته په هېواد کې د سولې او امنيت لپاره دعاوې وکړې.

 د  حاجى على محمد  په نامه يوتن  پژواک اژانس ته  وويل چې  اختر يوبل ته د مېنې ورکولو ورځ ده ، سړى ترې په رښتيا له دې مبارکې ورځې خوند اخلي .

هغه زياته کړه : (( خداى دې وکړي چې په هېواد کې سوله راشي او هېوادوال هره ورځ خپل اختر وګرځوي .))

همدرانګه د کندهار ښار په  عيدګاه، د هرات په مرکزي جامع جومات، د مزار شريف په روضې جومات، د ننګرهار ولايت د جلال اباد ښار  په عيد ګاه، بزازۍ ، سپين جومات او نورو لويو جوماتونو کې او د هېواد په نورو برخو کې هم د اختر لمونځونه ادا شول.

د کورنيو چارو وزارت د اختر په ورځو کې د ټينګو امنيتي تدابيرو د نيولو خبر  ورکړى  او تر اوسه د کومې ناوړې پېښې خبر نه دى ورکړل شوى.