مهترلام (پژواک ١٥لړم ٩٠) د لغمان ولايت په مرکز مهترلام ښار کې نن سهار (دلړم ١٥مه ) د چاودنې په ترڅ کې دوه تنه ټپيان شول .
د لغمان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونيار داوود بارکزي پژواک اژانس ته وويل چې دغه چاودنه نن سهار اوه بجې رامنځته شوه .
ده وويل چې وسلوالو مخالفينو د يوې هټۍ تر تخت لاندې په يوه پورۍ کې د چاودېدونکيو توکيو بوشکه ايښې وه .
وى افزود که دراثراين انفجار دو تن که درحال عبور ازسرک بودند جراحت برداشتند .
دنوموړي په خبره ، چې د چاودنې پرمهال د مهترلام ښار دوه اوسېدونکي ٢٥کلن نقيب الله او ٣٠کلن سرور ، چې له دې ځاى څخه تېرېدل ټپيان شول ، خو په بېړه روغتون ته لېږدول شوي دي .
د لغمان د عامې روغتيارياست رييس ډاکټر عبداللطيف قيومي وويل چې ټپيان په وخت روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې ښه دى .
ددغې پېښې مسووليت تراوسه پورې کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن