ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عام خلک د امنيتي ستراتېژۍ د طرحې په هکله بېلابېل نظرونه لري

عام خلک د امنيتي ستراتېژۍ د طرحې په هکله بېلابېل نظرونه لري

author avatar
7 Nov 2011 - 10:50
عام خلک د امنيتي ستراتېژۍ د طرحې په هکله بېلابېل نظرونه لري
author avatar
7 Nov 2011 - 10:50

کابل (پژواک ١٦ لړم٩٠): عام خلک په هېواد کې د امنيت د ټينګښت په موخه د امنيتي ستراتيژۍ د طرحې د جوړېدو په هکله، چې دغه مهال ولسي جرګه پرې کار کوي، بېلابېل وړانديزونه لري.
د ولسي جرګې د دفاعي چارو او ځمکنۍ بشپړتيا کمېسيون مشرې شکريې بارکزۍ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کمېسيون له تېرو څو ورځو راهيسې د يادې طرحې پر جوړېدو کار پيل کړى دى.
دې ونه ويل، چې د دې طرحى کار به کله بشپړ شي، خو زياته يې کړه، چې تر بشپړېدو وروسته به يې د جرګې عمومي غونډې او بيا ولسمشر ته وړاندې کړي.
بارکزى، وايي چې په دې اړه جزئيات به د ستراتيژۍ تر جوړېدو وروسته څرګند شي.
خو هغه زياتوي، چې په افغانستان کې د امنيتي حالت د ښه والي لپاره د خلکو مرسته، د افغان ځواکونه روزنه او په عصري وسايلو سمبالتيا او په دې برخه کې دې په کار پوه کسانو په دندو ګومارل اړين دي.
بارکزۍ وايي، چې دوى مخکې هم له حکومت څخه غوښتي، چې په تشکيلاتو کې د اصلاح ترڅنګ، هغه کسان بېرته پر دندو وګوماري، چې “ډي ډي ار “ شوي دي.
ډي ډي ار يا د پخوانيو پوځي قطعاتو د بې وسلې کولو، ملکي کولو او له سره استقرار پروګرام په ١٣٨٢ کال کې پيل او په ١٣٨٤ کال کې بشپړ شو. ٦٣ زره پخواني افسران او وسلوال د دغه پروګرام تر پوښښ لاندې راغلل.
بارکزى وايي، چې مخکې دوى له حکومت څخه دا غوښتنه هم کړې ده، چې له حکومت سره موازي تشکيلات، لکه د بهرنيو هېوادونو ولايتي بيارغونې ډلې، له منځه يوړل شي او پر ځاى يې د افغان دولت بنسټونه پياوړي شي.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر حامد کرزي هم په وار-وار ويلي، چې له حکومت سره موازي جوړښتونه بايد له منځه ولاړ شي.
په ولسي جرګه کې د کورني امنيت د کمېسيون غړى حاجي سخي مشواڼي په هېواد کې د امنيتي حالاتو د سمون په موخه د ولسي جرګې له لوري د امنيتي طرحې جوړېدل اړين بولي.
د ده په وينا، په طرحه کې بايد د افغان ځواکونو روزنې ته ځاى ورکړل شي، تر څو روزل شوي ځواکونه نورو ته په دې برخه کې روزنه وکړي.
مشواڼى وايي، چې په طرحه کې بايد د پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت د ځواکونو دندې په پوره ډول مشخصې شي، ځکه چې دغه مهال دغه ځواکونه کله نا کله يو د بل په چارو کې لاسوهنه کوي.
دغه راز د ده په وينا، د امنيت د ټينګښت لپاره د وسلوال پوځ له منسوبينو سره د ملي روحيې شتون ډېر اړين دى او په دې برخه کې بايد لازمې کړنې په پام کې ونيول شي.
عام افغانان هم د امنيتي طرحې لپاره بېلابېل وړانديزونه لري.
د کابل پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي د څلورم ټولګي محصل ابوبکر جبارخېل بيا وايي، چې د افغان امنيتي ځواکونو تر منځ همغږي او د دغو ځواکونو پياوړي کول کولاى شي، په هېواد کې امنيت ټينګ کړي.
دغه راز هغه وايي، په هېواد کې د امنيت د ټينګښت لپاره په کار ده، چې نړيواله ټولنه د افغان ځواکونو د پياوړتيا لپاره مرستې وکړي او د افغانستان په چارو کې د ګاونډيو هېوادونو لاسوهنې بندې شي.
د کابل ښار يوه اوسېدونکي ياسر هم د افغانستان د امنيت په خرابولي کې ګاونډي هېوادونه پړه بولي او وړانديز کوي، چې عام ولس بايد دېته وهڅول شي، چې له دولت سره د امنيت په ټينګښت کې مرسته وکړي.
د کابل ښار د ميرويس ميدان اوسېدونکى سيداقا بيا د امنيت د راوستو لپاره له وسلوالو مخالفينو سره د سولې خبرې تر ټولو هڅو مهمې بولي.
خو هغه زياتوي: ((له افغان وسلوالو مخالفينو سره د سولې لپاره بايد ريښتينې هڅې وشي او د خبرو لپاره بايد داسې شرطونه، لکه د اساسي قانون منل او د وسلو پر ځمکه اېښودل وړاندې نه شي.))
د ده په اند، وسلوال مخالفين، چې اساسي قانون ومني او وسلې پر ځمکه کېږدي نو بيا د سولې خبرو ته اړتيا نشته.
دى زياتوي: ((د وسلوال مخالفت ستونزه په خبرو حل کېداى شي، جګړه ستونزې نه شي لرې کولاى، زه وايم که افغانان د وروڼو په څېر سره کېني او يو بل ومني، نو بيا به د امنيت د ټينګښت لپاره نه د بهرنيانو مرستې ته اړتيا وي او نه هم د پوځونو پياوړتيا ته.))
د ده په وينا، که افغانان په خپلو کې سره جوړ شي، د هر ډول بهرنيو لاسوهنو مخه به هم ونيول شي، ځکه چې همدغو مخالفتونو بهرنيانو ته په هېواد کې د لاسوهنې امکانات برابر کړي دي.
د امنيتي ستراتيژۍ د جوړېدو هڅې او په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې د امنيتي حالت ورځ تر بلې خرابوالى په داسې حال کې دى، چې اوس د افغان پوليسو او ملي اردو د ځواکونو شمېره څه باندې ٣٠٠ زرو ته رسېدلې او په افغانستان کې شاوخوا ١٣٠زره نړيوال پوځيانو فعاليت لري .

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.