ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د نکريزو کرونده مخ په ختمېدو ده

په ننګرهار کې د نکريزو کرونده مخ په ختمېدو ده

author avatar
8 Nov 2011 - 14:20
په ننګرهار کې د نکريزو کرونده مخ په ختمېدو ده
author avatar
8 Nov 2011 - 14:20

جلال اباد (پژواک ١٧ لړم ٩٠): د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ بزګران وايي چې د دولت د نه پاملرنې له امله په دغې ولسوالۍ کې د نکريزو د کرلو دود مخ پر ختمېدو دى.
نکريزې چې د خوښيو او په نورو ځانګړو ورځو کې ښځې او نجونې پرې لاس او پښې سرې کوي، په هېواد کې ډېرې دود دي.
د لعلپورې ولسوالۍ د چکنور د کلي يوه بزګر عزت الله، چې د نکريزو په پټي کې يې د اوبو ورخونه تړل، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ډېرو ستونزو يې نکريزې کرلي او اوس خپه دى، چې دومره پيسې به ونه ګټي، څومره يې چې پرې خواري کړې ده.
نوموړي زياته کړه، چې د نکريزو تخم يې د پاکستان له پنجابه راوړى، له غوټو يې تخمونه راوېستلي، ٧ ورځې يې پرې اوبه اچولي او د شوتلو په څېر يې د نکريزو تخم د غويي د مياشتې په پاى کې له شګې سره يو ځاى کړى او شيندلى دى.
د عزت الله په وينا، څو ورځې وړاندې يې له يو جريب ځمکې څخه ١٥٠ منه نکريزي ترلاسه کړي او لمر ته يې د وچېدو لپاره ايښي دي.
د دغې ولسوالۍ د خويزو کلي يوه اوسېدونکي پروېز پژواک ته وويل، چې د لعلپورې ولسوالۍ په چکنور، ګلډاک، صده، خويزو او ګرداوۍ کليو کې له پخوا مودو راهيسې د سيمې خلک نکريزي کري.
نوموړي زياته کړه، چې له څو کلونو راهيسې يې دغه کر ته شا اړولې ده.
د پروېز په وينا، حکومت ورسره د کرنې او حاصل اخيستنې پر مهال هېڅ مرسته نه ده کړې.
نوموړي زياته کړه چې يو من لواړ نکريزي، په سوداګرو من په دوه سوه پاکستانۍ پلوري.
ده زياته کړه، سره له دې چې د لعلپورې نکريزي له هر ډول رنګونو او مسالو څخه سوچه دي، بيا يې هم مارکېټ پاکستانيو نکريزو ورخراب کړى دى.
د نوموړي په وينا، کليوال بزګران د لعلپورې نکريزي په ميچنې او درغنې اوړه کوي، چې دغه کار ډېر ستونزمن دى.
پروېز وويل چې د سپينې او تورې کيمياوي سرې د نرخونو لوړېدو، د نکريزو بزګران له تاوان سره مخ کړي دي.
د دغې ولسوالۍ د ګلډاک کلي يوه بزګر نجيب الله پژواک ته وويل، چې د نکريزو د فصلونو للون ډېر سخت دى.
د نجيب الله په وينا، تېر کال نکريزي سوداګرو من په ٧٠٠ پاکستانۍ روپۍ او سږکال د هرات، کندهار او مزار سوداګرو له ٢٠٠ روپيو پورته نه اخيستل.
نوموړى چې د نکريزو يوه ميچنه هم لري، پژواک اژانس ته وويل، تېر کال يې د تلې په مياشت کې ٦٠زره منه نکريزي اوړه کړي وو؛ خو سږ کال يې د لړم تر لومړۍ اونۍ تر ٣٠٠٠ منه هم نه دي اوړه کړي.
نجيب الله وويل، چې نکريزي د غويي مياشتې له ١٥مې څخه د غبرګولي تر لومړۍ نېټې پورې کرل کېږي او بيا د تلې له ١٥ څخه د لړم تر ١٥مې بوټي له بېخه وېستل کېږي او له وچېدو څخه وروسته په سوداګرو پلورل کېږي.
د نوموړي په وينا، د حکومتونو د ښې پاملرنې له امله په هند او پاکستان کې دوه فصله نکريزي کرل کېږي، چې د ښه پروسس له امله يې افغان بزګر من په ١٢٠٠ پاکستانۍ روپۍ تخم اخلي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير محمد حسين ساپي پژواک ته وويل، چې نکريزي د ننګرهار په دوو ختيځو ولسواليو لعلپورې او ګوشتې په درې سوه هکتاره ځمکه کې کرل کېږي.
ساپي ومنله چې رياست يې تر دې دمه د نکريزو له بزګرانو سره مرسته نه ده کړې.
نوموړي زياته کړه، که د اتحاديې په ډول د نکريزو سوداګر او يا بزګران ترې د مالي او تخنيکې مرستې غوښتنه وکړي، د ترويج مامورين به يې ورسره پوره مرسته وکړي.
د کرنې رييس ژمنه وکړه، چې د نکريزو د کر په پرمختګ او ترويج کې به راتلونکى کال هلې ځلې وکړي.
د جلال اباد ښار د بزازۍ په څلور لارې کې د لعلپورې ولسوالۍ د ګرداوې کلي يوه اوسېدونکي بيت الله چې نکريزي پلوري، پژواک ته وويل چې د څرنګوالي له پلوه د لعلپورې نکريزي له هندي او پاکستانيو نکريزو ډېر مينه وال لري.
بيت الله زياته کړه، چې د ننګرهاريو نکريزو ټيټه بيه دوه لوى لاملونه لري، چې لومړى يې د دولت له لوري د نه پاکټ کولو ستونزه او دويمه هغه يې د مينه والو له لوري د هغو نکريزو خوښول، چې رنګونه ورسره يو ځاى شوي وي او زر لاسونه سره کوي.
بايد ووويل شي، چې د ختيځو ولاياتو د لرو پرتو کليو عمر خوړلي اوسېدونکي اوس هم د لعلپورې له نکريزو د درملنې کار اخلي.

Visits: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.