ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سمنګان کې د ډبرو سکرو د کانونو لسګونه تونلونه وتړل شول

په سمنګان کې د ډبرو سکرو د کانونو لسګونه تونلونه وتړل شول

author avatar
10 Nov 2011 - 15:15
په سمنګان کې د ډبرو سکرو د کانونو لسګونه تونلونه وتړل شول
author avatar
10 Nov 2011 - 15:15

ايبک (پژواک ١٩ لړم ٩٠): د سمنګانو ولايت د بر درۀ صوف په ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د کانونو ٣٢ تونله چې د نړېدو له ګواښ سره مخ وو، د شمالي سيمو د ډبرو سکرو د تصدۍ له خوا وتړل شول.
د شمالي سيمو د ډبرو سکرو د تصدۍ چارواکي وايي، چې تړل شوي تونلونه په غير تخنيکي بڼه د سيمه ييزو کارېګرو له خوا کېندل شوي وو، چې هره شېبه يې د نړېدو او ورسره د کارېګرو د مرګ ژوبلې امکان وو.
د شمالي سيمو د ډبرو سکرو د تصدۍ رياست فني مرستيال انجنير على مدد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې اداري فني پلاوي د سمنګانو ولايت د ډبرو سکرو د کانونو څېړنه پيل کړې او تراوسه يې په دې کانونو کې ٣٢ تونلونه د بر درۀ صوف په ولسوالۍ کې تړلي دي.
هغه زياته کړه، چې که د دې کانونو کارېګر د فني انجنيرانو تر نظر لاندې کار وکړي، تر ډېره بريده له خطر څخه خوندي پاتې کېږي او له بل پلوه د ډبرو د سکرو له ضايع کېدو څخه مخنيوى کېږي.
د سمنګانو ولايت د بر درۀ صوف ولسوال احمد علي حسني پژواک ته وويل، چې د شمالي سيمو د ډبرو سکرو تصدي، د دې ولسوالۍ د شباشك او دهانه تور د سيمو د ٣٢ کانونو نوملړ، چې د نړېدو امکان يې وو، دې ولسوالۍ ته د يوه مکتوب له لارې واستاوه او دغه تونلونه يې د پوليسو په مرسته او د سيمې د يو شمېر مشرانو په سلا وتړل.
حسينى وويل چې د دې هر يوه تونل په دننه کې چې له ٣٠ څخه تر ٤٠ متره پورې اوږدوالى لري، له ٢٠ څخه تر٣٠ تنو پورې کارېګر په کې کار کاوه او د هر يوه نړېدل، مرګ ژوبله پېښوله.
هغه وويل چې کارېګر په هغو تونلونو کې چې د نړېدو امکان يې دمګړۍ کم دى، په کار بوخت دي.
د درۀ صوف ولسوال څرګنده کړه، چې تېر کال يې هم ١٥٢ استخراجي تونلونه چې د هغې د نړېدو امکان زيات وو، تړلي وو.
د بر دره صوف د ولسوال په وينا، د دهانه تور او شباشک د ډبرو سکرو په کانونو کې چې پراخه ساحه يې نيولې ده، هغه څلور تحقيقي تونلونه چې د دولتي کارېګرو او د انجنيرانو تر نظر لاندې کېندل شوې دي، شته دي چې انجنيران په دې تونلونو کې د دې سيمې د ډبرو سکرو په اړه څېړنه کوي.
هغه زياته کړه چې د دې کانونو نور استخراجي کانونه، چې شمېر يې له ٢٠٠ څخه تر ٢٥٠ پورې رسېږي، شخصي دي او شاوخوا ٢٥٠٠ کارېګر په کې په کار بوخت دي.
د درۀ صوف ولسوال وويل، چې د کارېګرو په لاس را اېستل شوي د ډبرو سکاره، يو ټن په ١٥٠٠ افغانيو د شمالي سيمو د ډبرو سکرو د تصدۍ له خوا محصولېږي.
د درۀ صوف ولسوالۍ د ډبرو سکرو د کانونو يوه کارېګر محمد جمعه، په داسې حال کې چې د يو شمېر خطري تونلونو له بندښت نه خوښ و، پژواک ته يې وويل: “کله مو چې د سمڅې په منځ کې کار کاوه، هره شېبه د سمڅې د راغورځېدو په فکر کې وو او اندېښنه مو درلوده، چې هسې نه هلته ګېر پاتې شو. “
هغه له دغو کانونو څخه د ډبرو سکرو د رااېستلو په اړه پژواک ته وويل: “سکاره د جبل او کولنګ په وسيله له هغو سمڅو څخه چې ٣٠ تر٤٠ متره اوږدوالى لري، راکېندو او د لاسي کراچيو يا څارويو په وسيله يې له سمڅې څخه بهر ته راوباسو.”
هغه وويل چې د سمڅې د کېندلو لپاره پرمختللي وسايل نه لري، د سمڅو په لارو کې هواکش نشته؛ که د سمڅې يوه برخه رانړېږي، د سمڅې دننه ته د هوا جريان پرې کېږي او په کې راګير شوي کسان هملته له منځه ځي.
د درۀ صوف په ولسوالۍ کې دغه ٣٢ د ډبرو سکرو کانونه په داسې حال کې تړل کېږي، چې د دې سيمې د ولسوال په وينا، د دې ډول تونلونو د نړېدو له امله تېر کال او سږ کال ١٣ کارېګر مړه شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د سمنګانو د والي د وياند محمد صديق عزيزى په خبره، د روان کال په شپږو مياشتو کې د درۀ صوف د ډبرو سکرو له کانونو څخه څه باندې ٥٢٨ ميليونه افغانۍ عايد ترلاسه شوى دى.
درۀ صوف ولسوالۍ د ډبرو سکرو کان په ١٣٤٥ کال کې د سيمه ييزو کسانو له خوا کشف شو او د هغې سروې له مخې، چې په ١٣٤٦ کال کې د هغه وخت د شوروي او المان د متخصصينو له خوا ترسره شوې ده، د دې کان د ډبرو سکاره تر ١٥٠ ميليونو ټنو زيات اټکل شوي دي؛ خو د کانونو چارواکي وايي چې د دې سکرو اندازه تردې هم زياته ده.
په هېواد کې د ډبرو سکرو کانونه د کمربند په بڼه د هندوکش د غرونو د لړۍ په بېلابېلو طبقو کې پراته دي، چې له بدخشان ولايت څخه پيل تر تخار، بغلان، سمنګان، باميانو او سرپل پورې دوام مومي او د هرات د سبزک په کان باندې پاى ته رسېږي.

Visits: 43

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.