ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دوديزې لويې جرګې د ځنډېدو اوازې رد شوې

د دوديزې لويې جرګې د ځنډېدو اوازې رد شوې

author avatar
12 Nov 2011 - 19:15
د دوديزې لويې جرګې د ځنډېدو اوازې رد شوې
author avatar
12 Nov 2011 - 19:15

کابل ( پژواک ٢١ لړم ٩٠ ) د دوديزې لويې جرګې وياندې ددې جرګې د غونډې د ځنډېدو په اړه خپرې شوې اوازې رد او ټينګار يې وکړ، چې دا جرګه به په خپل وخت جوړه شي.

ټاکل شوې ده، چې د روانې مياشتې په ٢٥مه، له امريکا سره د افغانستان پر ستراتيژيکو اړيکو او دغه راز په هېواد کې د سولې پر مېکانيزم د مشورې په موخه په کابل کې څلور ورځنۍ دوديزه لويه جرګه جوړه شي.

په دې وروستيو کې داسې اوازې خپرې شوې ، چې ګوندې دغه جرګه ځنډېدلې، خو د دوديزې لويې جرګې وياندې صفيه صديقي نن (د لړم په ٢١مه) په يوه خبري غونډه کې دا اوازې په کلکه رد کړې .

د هغې په وينا، دا اوازې هغه خلک خپروي ، چې له دې جرګې او له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو له تړون سره مخالف دي.

نوموړې زياته کړه، چې د ستراتيژيک تړون بشپړ معلومات د جرګې ګډونوالو لپاره نه و جوړ شوي ، نو ځکه د ځينو تخنيکي ستونزو له امله ځينو خلکو د جرګې د ځنډېدو اوازې خپرې کړې وې.

د نوموړې په وينا، نن له ولاياتو او مرکز څخه ٥٠٠ کسانو په دوديزه لويه جرګه کې د ګډون په موخه نوم ليکنه کړې ده.

هغې ددې پوښتنې په ځواب کې ، چې په ديموکراته ټولنه کې دا ډول موضوعاتو لپاره رېفرنډم ( ټول پوښتنه) ولې نه کېږي، وويل : (( امنيتي ستونزې د ټول پوښتنې په مخ کې لوى خنډ دي او له بلې خوا افغانستان يوه سنتي ټولنه ده، خلک جرګو ته په درنه سترګه ګوري ،  پرېکړې يې مني او درناوى هم ورته کوي. ))

نوموړې له دوديزې جرګې سره ديو شمېرکړيو دمخالفتونو په اړه وويل چې دا ډول مخالفتونه ، نه شي کولى ، چې د جرګې د جوړېدا مخه ونيسي.

صفيه صديقي زياته کړه : (( دديموکراسۍ د اصولو له مخې، دوى حق لري، چې خپل مخالفت څرګند کړي.))

هغې زياته کړه چې په دې جرګه کې د ګډون په موخه ٢٠٣٠ کسان را بلل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده ، چې نن د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د جهادي رهبرانو، ملي او سياسي مشرانو او دولتي چارواکيو په ګډون په جوړه شوې غونډه کې ولسمشرکرزي سپارښتنه وکړه، چې دوديزه لويه جرګه  دې پخپل وخت جوړه شي.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.