ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مهترلام ښار کې چاودنې اوه ملکي وګړي ووژل

په مهترلام ښار کې چاودنې اوه ملکي وګړي ووژل

author avatar
12 Nov 2011 - 12:27
په مهترلام ښار کې چاودنې اوه ملکي وګړي ووژل
author avatar
12 Nov 2011 - 12:27

مهترلام ( پژواک ٢١ لړم ٩٠ ) : د لغمان ولايت په مرکز مهترلام ښار کې نن له غرمې مخکې پر يوه ملکي موټر د چاودنې له امله اوه تنه ووژل شول.

د لغمان د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر سمونيار محمد داوود بارکزي د لړم په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه نن سهار په شاوخوا اوو بجو د مهترلام ښار د بديع اباد په سيمه کې وشوه .

هغه زياته کړه چې دغه خلک له الينګار ولسوالۍ څخه د جلال اباد ښار پر لور  روان و، چې په ياده سيمه کې يې موټر د چاودنې ښکار شو.

بارکزي وويل چې په دې پېښه کې يو شمېر ملکي وګړي وژل شوي، خو کره شمېره ورته نه وه معلومه.

د لغمان د والي وياند فيضان الله پټان پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه پر يوه کرولا موټر شوې، چې له امله يې اوه تنه وژل شوي دي.

خو د محمد قيس په نامه د پېښې يوتن عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې له چاودنې سره سم دوى ساحې ته ورغلل او مړي يې راټول کړل.

د هغه په وينا، يو شمېر مړي ټوټه ټوټه او له پېژندګلوۍ څخه وتلي و .

د بختيار په نامه د پېښې يو بل عيني شاهد پژواک ته وويل چې په وژل شويو کسانو کې داسې مېرمنه هم وه، چې په دې چاودنه کې له وژل کېدو وروسته يې مړ ماشوم د پېښې په ځاى کې تولد شو.

دوى له وسلوالو مخالفينو وغوښتل چې پر ملکي وګړيو له بريدونو او چاودنو څخه لاس واخلي.

خو وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.