ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بن کنفرانس د تياريو په موخه قزاقستان کې د تماس ډلې د استازوغونډه جوړيږي

د بن کنفرانس د تياريو په موخه قزاقستان کې د تماس ډلې د استازوغونډه جوړيږي

author avatar
13 Nov 2011 - 15:58
د بن کنفرانس د تياريو په موخه قزاقستان کې د تماس ډلې د استازوغونډه جوړيږي
author avatar
13 Nov 2011 - 15:58

کابل(پژواک٢٢لړم٩٠) : ټاکل شوې ده،چې د راتلونکې سه شنبې په ورځ د افغانستان لپاره د بن دويم نړيوال کنفرانس ته د تياريو په موخه په قزاقستان کې د  “تماس “ډلې داستازوغونډه جوړه شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې د قزاقستان   ناسته به د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول او د افغانستان لپاره د المان د ځانګړي استازي په مشرۍ جوړه شي .

موسى زي د هغو هېوادونو نومونه ياد نه کړل، چې په دې غونډه کې برخه اخلي ، خو زياته يې کړه چې په دې هېوادونو کې د سيمې ځينې هېوادونه هم شامل دي .

د تماس په ډله کې ، چې نږدې دوه کاله مخکې رامنځته شوې ده شاوخوا ٥٠ هېوادونه برخه لري او موخه يې د افغانستان د پراختيا لپاره همغږي او مشورې ښودل شوې دي . 

موسى زي وويل چې زلمى رسول به په قزاقستان کې جوړېدونکې  ناستې ته پرانستونکې وينا وکړي او په ناسته کې به د بن د دويم کنفرانس پر اجنډا خبرې وشي .

دغه راز ده زياته کړه چې د تماس په غونډه کې به افغانانو ته امنيتي مسووليتونو د ليږد پر پروسې ، د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ پر اوږدمهاله اړيکو، سيمه ييزوهمکاريو او د افغان دولت له وسلوالو مخالفينو سره د روغې جوړې په اړه خبرې وشي.

د افغانستان لپاره د بن لومړى نړيوال کنفرانس د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته په ١٣٨٠لمريز کال کې د امريکا تر مشرۍ لاندې جوړ شو. د دې کنفرانس له لارې په افغانستان کې موقت او انتقالي حکومتونه رامنځته او اساسي قانون جوړ شو.

ټاکل شوې ده، چې د افغانستان لپاره د بن دويم نړيوال کنفرانس د افغانستان تر مشرۍ لاندې د روان زېږديز کال د دسمبر په مياشت کې جوړ شي.

د موسى زي د معلوماتو له مخې، په قزاقستان کې جوړېدونکې غونډه د تماس د نړيوالې ډلې  دولسمه ناسته ده .   ددې ډلې يولسمه ناسته په کابل کې جوړه شوې وه.

د بهرنيو چارو وزارت وياند په نننۍ خبري ناسته کې دا هم وويل چې د استانبول په کنفرانس کې هغه  سند تصويب نه شو، چې افغانستان يې غوښته کوله اوله مخې يې سيمه ييزو همکاريو الزامي بڼه غوره کوله .

ده په دې اړه نور جزييات ورنه کړل .

د استانبول د سيمه ييزو همکاريو کنفرانس د سيمې او منځنۍ اسيا د هېوادونو ترمنځ د امنيت د ټينګښت په لاره کې د همکاريو د پراختيا لپاره د باور فضا د پيدا کېدو په موخه د روانې مياشتې په ١١مه په استانبول کې جوړ شو.

خو موسى هيله څرګنده کړه چې “د استانبول د پروسې” پيليدل به په راتلونکې کې ملموسې پايلې له ځانه سره ولري.

ټاکل شوې ده ، چې د استانبول د پروسې تر نوم لاندې په راتلونکې کې هم د سيمه ييزو همکاريو غونډې جوړې او د امنيت د ټينګښت په موخه د سيمې د هېوادونو د هڅو د څار نظارتي ميکانيزم جوړ شي .

موسى زي هم وويل چې د استانبول کنفرانس د پايلو د تعقيب په موخه به د راتلونکي ميلادي کال په جون مياشت کې په کابل کې يو کنفرانس جوړ شي .

په دې کنفرانس کې به د هغو ١٤ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران ګډون وکړي ، چې د استانبول په غونډه کې يې برخه لرله .

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.