ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کورنيو چارو وزارت د طالبانو لخوا د لويې جرګې ترلاسه شوى امنيتي پلان جعلي وباله

د کورنيو چارو وزارت د طالبانو لخوا د لويې جرګې ترلاسه شوى امنيتي پلان جعلي وباله

author avatar
13 Nov 2011 - 21:01
د کورنيو چارو وزارت د طالبانو لخوا د لويې جرګې ترلاسه شوى امنيتي پلان جعلي وباله
author avatar
13 Nov 2011 - 21:01

کابل(پژواک٢٢لړم٩٠) د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د وسلوالو طالبانو هغه ادعا بې بنسټه وبلله، چې ګواکې د افغان دولت لخوا د دوديزې لويې جرګې ترتيب شوى امنيتې پلان يې ترلاسه کړى دى.

 وسلوالو طالبانو پژواک ته په راليږل شوي خبرپاڼه کې ويلي دي چې د دوديزې لويې جرګې امینتي پلان، نقشې اویولړنورمهم اسناد يې ترلاسه کړي .

 په خبرپاڼه کې هغه متن هم شامل دى چې طالبان يې د لويې جرګې امنيتي پلان بولي.

 په دې متن کې د لويې جرګې د امنيت د ټينګښت په موخه د امنيتي ارګانونو کاري ساحي او د مسوولينو نومونه او د ټېلفون شمېرې هم ذکر شوي دي.

 خو د کورنيو چارو وزارت وياند غلام صديق صديقي له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د وسلوالو طالبانو دا ادعا رد کړه او هغه يې جعلي جوړ شوى پلان او يوه تبليغاتي هڅه وبلله چې په وينا يې واقعيت نه لري.

 صديقي زياته کړه: (( د لويې جرګې امنيتي پلان ډېر محرم  او پرمختللى دى چې د دولت ډېر لوړپوړي چارواکي هم ورته لاسرسى نه لري. فوق العاده محرم او د پلي کېدو په حال کې دى هيڅ امکانات نه ليدل کيږي چې طالبان ورته لاسرسى پيدا کړي.))

 ټاکل شوې، چې د روانې مياشتې په ٢٥مه، په کابل کې په جوړېدونکې څلور ورځنۍ دوديزه لويه جرګه کې له امريکا سره د افغانستان پر ستراتيژيکو اړيکو او دغه راز په هېواد کې د سولې پر ميکانيزم خبرې وشي.

 په جرګې کې د ګډونوالو د نوم ليکنې بهير له  تېرې ورځې راهيسې پيل شوى دى.

 په همدې حال کې نن د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د ملي امنيت شورا د لويې جرګې د بشپړ امنيت د ټينګولو لپاره غونډه کړې او د کورنيو چارو وزير ستر جنرال بسم الله محمدي په مشرۍ يې د ځانګړيو  امنيتي اقداماتو غوښتنه کړې .

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.