ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا به خپلې ډېرې مرستې د افغان حکومت له لارې ولګوي

امريکا به خپلې ډېرې مرستې د افغان حکومت له لارې ولګوي

author avatar
14 Nov 2011 - 17:00
امريکا به خپلې ډېرې مرستې د افغان حکومت له لارې ولګوي
author avatar
14 Nov 2011 - 17:00
کابل (پژواک ٢٣ لړم ٩٠): د افغانستان د پنځو زونونو لپاره د امريکا لوړ پوړي ملکي استازي وايي چې له شته ننګونو سره سره، پراختيايي کارونه ښه پرمخ ځي او نور به ډېرې مرستې د افغانستان د حکومت له لارې ولګوي.
يادو شويو ځانګړو استازو، چې نن يې په کابل کې په يوه خبري ناسته کې د خپلو فعاليتونو په اړه معلومات ورکول، وويل چې د افغانستان له حکومت او خصوصي سکتور سره په همغږۍ د ښې حکومتدارۍ، د قانون حاکميت، روغتيا، پوهنې، کرنې او د بنسټيزو پروژو په برخو کې کار کوي.
د هېواد په ختيځ زون کې د امريکا ملکي استازي پال فالمسبي (Paul Folmsbe) له افغانستان سره د امريکا پراوږدمهاله مرستو ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې تردې وروسته به يې د هېواد مرستې تر ډېره د افغان حکومت له لارې ولګول شي.
ده ونه ويل، چې تر دې وروسته به امريکا څو سلنه مرستې د افغانستان د حکومت له لارې ولګوي؛ خو تر دې مهال د امريکا يواځې ٤،٥ سلنه مرستې د افغانستان د حکومت له لارې لګول کېږي.
فالمسبي وويل، چې د ختيځ زون ١٤ ولايتونو د پراختيايي پروژو لپاره يو ميليارد ډالر ځانګړي شوي دي؛ خو ده په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.
د سرچينې د څرګندونو له مخې، د دوى هڅې تر ډېره د ثبات په راوستو، ظرفيت جوړولو او همداراز د ښې رهبرۍ رامنځ ته کول دي، چې له امنيتي ننګونو سره سره يې ډېر پرمختګونه هم کړي دي.
د لوېديځ زون لپاره د امريکا ملکي استازي براډ هنسن (Brad Hanson) وويل، چې  په دغه زون کې د روغتيا، پوهنې او د هرات ولايت د فرهنګي اثارو د ساتنې په برخه کې پرمختګونه شوي دي.
هغه زياته يې کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به امريکا په هرات ولايت کې خپله قونسلګري پرانېزې، چې ياد شوې هڅې به لاګړندۍ کړي.
 ده هرات د لوېديځ زون لپاره د اقتصاد ماشين ياد کړ او ويې ويل، هڅه به وکړي چې د دې ولايت له والي سره په همغږۍ پراختيايي پروګرامونه پلي کړي.
د شمال زون لپاره د امريکا ملکي استازي اندريو کريټن (Andrew chritton) وويل، چې په شمالي ولايتونو کې د افغانستان د نورو برخو په پرتله امنيت ښه دى او اقتصادي کارونه هم ښه روان دي.
کرېټن زياته کړه، چې د بدخشان لويې لارې په شمال کې اقتصادي مسايلو ته ډېره پراختيا ورکړې ده.
د بدخشان د کشم له ولسوالۍ څخه د دې ولايت تر مرکزه ١٠٥ کيلومتره سړک د امريکا په څه باندې سل ميليونه ډالره مرسته شاوخوا دوه کاله مخکې جوړ شوى دى.
کرېټن يادونه وکړه، چې له ازبکستان څخه افغانستان د رېل غځېدلې پټلۍ به په راتلونکي کال کې پرانېستل شي او په اقتصادي برخه کې به نوره پراختيا هم رامنځ ته کړي.
ده وويل چې د شبرغان د ګازو د استخراج لپاره هم کار روان دى، چې د افغانستان د اقتصادي پراختيا لپاره ډېر ګټور دى.
د طالبانو د رژيم له نسکورېدو وروسته، ناامنۍ د هېواد په سوېل، سوېل لوېديځو او ځينو ختيځو سيمو کې پيل شوې دي؛ خو له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهيسې په شمالي ولايتونو کې هم د ناامنۍ ستونزې ډېرې شوې دي.
د سوېل زون ملکي استازي اندريو هاويلند (Andrew Havilland) وويل، چې امريکا په دغه زون کې د سړکونو په جوړولو، کرنې او پوهنې په برخه کې مرستې کړې دي.
هغه وايي چې امريکا په دې زون کې د سوداګرو، بزګرانو او وړو توليدي شرکتونو ته کاري  اسانتياوې برابرې کړي او په تېرو دوو کلونو کې په دې زون کې امنيت ښه شوى دى.
هاويلند د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل، چې په ياد شوي زون کې يې له امنيتي فرصتونو په ګټه اخيستنې د خصوصي سکتور ظرفيتونه هم لوړ کړي دي.
د سوېل لوېديځ زون لپاره د امريکا ملکي استازي پال رايډ (Paul Reid) د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې په دغه زون کې د امنيت له ښه والي سره پراختيايي پروژې پلي شوې دي.
دى وايي، په پام کې لري چې د دې زون له بزګرانو سره مرسته وکړي، ترڅو يې حاصلات بازار ته مخه پيدا کړي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.