ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پروان په زندان کې يو افغان بندي ومړ

د پروان په زندان کې يو افغان بندي ومړ

author avatar
14 Nov 2011 - 11:13
د پروان په زندان کې يو افغان بندي ومړ
author avatar
14 Nov 2011 - 11:13

کابل (پژواک ٢٣ لړم ٩٠): يوه افغان بندي د پروان په زندان کې، چې په ټپي حالت کې نيول شوى و، د درملنې پر مهال د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

د امريکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ له خوا د لړم په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه زنداني پرون په پروان (پخواني بګرام) زندان کې مړ شوى دى.

سرچينې زياته کړې، چې ياد زنداني درې اونۍ مخکې په کونړ ولايت کې د عملياتو پر مهال په ټپي حالت کې نيول شوى و.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د نوموړي زنداني لومړنۍ درملنه په يوه ملکي روغتون کې شوې وه او وروسته بيا د نورې درملنې په موخه پوځي روغتون (CSH) ته يوړل شو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د لړم په ٧مه نېټه، چې کله د ټپي زنداني روغتيايي حالت په ښه کېدو شو، نو يوې بلې څانګې ته ولېږدول شو.

امريکايي ځواکونه وايي، چې په ياده څانګه کې هم د ياد زنداني د ټپونو درملنه کېده.

خو په خبرپاڼه کې راغلي، چې پرون سهار وخته روغتيايي ډلې ته معلومات ورکړل شول، چې د زنداني روغتيايي حالت خراب دى، خو له ډېرو هڅو وروسته يې هم ونه شو کړاى د هغه ژوند وژغوري.

ياد ځواکونه زياتوي، چې د دغه بندي له مړي سره په احترام او له افغاني دود سره سم چلند کېږي او يوه کلتوري سلاکار ته دنده سپارل شوې، څو د دغه مړي په سمه توګه بندوبست وکړي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې دوى يوه جنايي ډله ګومارلې، څو د دغې مړينې په اړه کره څېړنې وکړي.

د دغه بندي د پېژندګلوي په اړه څه نه دي ويل شوي.

د يادونې ده، چې تېره مياشت هم امريکايي ځواکونو اعلان کړى و، چې په پروان زندان کې يو زنداني د سرطان د ناروغۍ له امله مړ شوى دى.

د بګرام په زندان کې، چې په کې د القاعدې او وسلوالو طالبانو ډېرى کورني او بهرني بنديان ساتل کېږي، ټاکل شوې وه، چې ټولې چارې يې افغانانو ته وسپارل شي، خو د دې وېرې له امله، چې افغان ځواکونه د زندان د چارو د سمبالولو بشپړه وړتيا نه لري، نو يو څه چارې يې سپارل شوې او ډېره برخه يې اوس هم د امريکايي ځواکونو په واک کې ده.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.