ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سپنتا: له امريکا سره د ستراتيژيک سند پر ټولو موادو تراوسه توافق نه دى شوى

سپنتا: له امريکا سره د ستراتيژيک سند پر ټولو موادو تراوسه توافق نه دى شوى

author avatar
14 Nov 2011 - 16:55
سپنتا: له امريکا سره د ستراتيژيک سند پر ټولو موادو تراوسه توافق نه دى شوى
author avatar
14 Nov 2011 - 16:55

کابل (پژواک ٢٣ لړم ٩٠): د افغانستان د ملي امنيت سلاکار وايي چې دوديزه لويه جرګه مشورتي ده او تر دې دمه د افغانستان حکومت له امريکا سره د ستراتيژيکو همکاريو د سند پر سر د ټولو موادو په اړه توافق نه دى کړى.

ټاکل شوې چې د روانې مياشتې په ٢٥مه، په کابل کې په جوړېدونکې څلور ورځنۍ دوديزه لويه جرګه کې له امريکا سره د افغانستان پر ستراتيژيکو اړيکو او دغه راز په هېواد کې د سولې پر ميکانيزم خبرې وشي.

د ملي امنيت سلاکار رنګين دادفر سپنتا نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وويل، چې د اقتصادي او ښه حکومت کولو په برخه کې افغانستان له امريکا سره د ستراتيژيک تړون په برخه کې موافقې ته رسېدلى دى.

خو ده زياته کړه چې د افغانستان د عدلي حاکميت د حق په اړه، د بهرنيو ځواکونو له خوا د شپې د عملياتو، د زندانونو د مديريت، له زندانيانو سره د سلوک او ځينو نورو مسايلو په اړه بحثونه روان دي.

دى وايي چې د يادو شويو موضوعاتو په اړه به په دوديزه لويه جرګه کې مشورتي بحثونه وشي؛ خو  په اړه به يې پرېکړه ملي شورا کوي.

خو د ولسي جرګې په نننۍ غونډ کې د کندهار استازې شکېبا هاشمي وويل: ((په دوديزه جرګه کې د پردې تر شا نورې خبرې هم شته.))

دې دعوه وکړه، چې د دوديزې جرګې جوړېدل د ولسمشر له خوا د خپل واک د اوږدېدو يوه هڅه ده.

 دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د تغيير او امېد د ايتلاف مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، دوديزه لويه جرګه يوه فرمايشي غونډه او قانون ماتونه وبلله او زياته يې کړه، چې دا کار د ولسمشر له خوا د خپل واک د دوام لپاره يوه هڅه ده.

د ډاکټر عبدالله په وينا، کېداى شي دا قانون ماتونه دې حد ته ورسېږي، چې يو وخت بيا دا ډول کسان راټول او د کرزي د واک دوره اوږده کړي.

خو سپنتا بيا په جدي توګه دغه څرګندونې رد کړې او ويې ويل، چې دوديزه لويه جرګه د ستراتيژيکو همکاريو او د سولې د پروسې په اړه د مشورو لپاره جوړه شوې ده او ولسمشر د پردې تر شا کومه بله هڅه نه لري.

د ده په وينا، تر هغه چې د افغانستان ټولې غوښتنې په ستراتيژيک تړون کې په پام کې نه وي نيول شوې، هېڅ مهال به دوى ولسمشر حامد کرزي ته ونه وايي، چې دغه تړون لاسليک کړي.

ده ونه ويل چې د افغانستان غوښتنې څه دي، خو حکومتي چارواکو مخکې ويلي چې د هېواد  خپلواکي، د امنيت ټينګښت، د ملي ځواکونو روزل او داسې نور د افغانستان وړاندې شوي شرطونه دي.

د سپنتا په وينا، افغانستان په پام کې لري چې د اروپايي ټولنې، فرانسې او انګلستان سره هم ستراتيژيکه  ملګرتيا ولري، چې  تر ډېره به پر اقتصادي همکاريو ولاړه وي.

خو د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د ننګرهار استازي ميرويس ياسيني وويل، تر هغه چې د دولت د بهرني سياست اساسي کرښې ملي شورا نه وي تصويب کړې، دغه شان تړونونه بايد لاسليک نه شي.

سپنتا وويل، چې د دولت د اساسي کرښو مسوده حکومت برابره کړې او ډېر ژر به د تصويب لپاره  ملي شورا ته واستول شي.

په دغې جرګه کې د بدخشان استازې فوزيې کوفي د سپتنا د هغو  څرګندونو په اړه، چې تر اوسه د افغانستان حکومت له امريکا سره د ستراتيژيک تړون د ټولو موادو په اړه توافق نه دى کړى، وويل: ((چې تړون نه دى وروستى شوى، په دغې جرګه کې په څه شي بحث کوئ ؟))

خو سپنتا وايي، دوديزه جرګه کې د همدې لپاره جوړه شوې، چې د ستراتيژيک تړون د سند تر وروستي کېدو مخکې يې په اړه د خلکو نظرونه واخيستل شي.

په دغې جرګه کې د ميدان وردګو استازي غلام حسين ناصري وپوښتل، چې د ستراتيژيکو همکاريو سند به تړون وي او که  اعلاميه؟

سپنتا وويل: ((زموږ هڅه داده، چې يو الزامي توافق وي.))

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې ځينې وکيلانو ويل، چې د دوديزې جرګې په جوړېدو سره د ملي شورا واکونه محدودېږي.

خو د دې جرګې په نننۍ غونډه کې د بهرنيو چارو وزارت د سياسي چارو مرستيال جاوېد لودين وويل، چې د ستراتيژيکو همکاريو او د سولې د پروسې په اړه به داسې کار نه کېږي، چې د ملي شورا دريځ کمزورى کړي.

ده د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د بن کنفرانس لپاره افغانستان تر اوسه کوم سند نه دى برابر کړى او هغه سند به د ملي شورا په مشورې برابروي.

ټاکل شوې ده، چې د روان زېږديز کال د ديسمبر په مياشت کې د جرمني په بن ښار کې د افغانستان لپاره د بن دويم نړيوال کنفرانس جوړ شي.

ده وويل، چې د بن په کنفرانس کې به له امريکا او نورو يادو شويو هېوادونو سره د افغانستان ستراتيژيکو همکاريو، له بهرنيانو څخه افغان ځواکونو ته د مسووليتونو لېږد او د سولې د پروسې ميکانيزم ته به د بن په کنفرانس کې يو ډول اړيکه ورکړل شي.

د   دوديزې جرګې د چمتووالي کمېسيون وايي، ټاکل شوې ده چې د ملي شورا او مدني ټولنې غړي، د هر ولايت د ولايتي شورا ٣٠ سلنه غړي، ديني علما، مخور شخصيتونه او د افغان کډوالو استازي په دوديزه جرګه کې ونډه واخلي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دې جرګې د ٢٠٣٠ ګډونوالو ١٨ سلنه به يې ښځې وي او د افغانستان د کابينې غړي او د ځينو هېوادونو استازي به هم په کې د مېلمنو په توګه برخه ولري.

 خو ولسي جرګې د چنګاښ په اتمه پرېکړه کړې وه چې په دې جرګه کې به ونډه نه اخلي، ځکه چې دغه دوديزه جرګه په اساسي قانون کې له تعريف شوې جرګې سره توپير لري.

خو اوس د ولسي جرګې ١٧١ تنو په دوديزه جرګه کې د ګډون لپاره نوم ليکنه کړې ده.

نن هم د دې جرګې په عمومي غونډه کې په دې اړه تاوده بحثونه وشول.

ځينو وکيلانو ټينګار کاوه چې د مخکينۍ پرېکړې له مخې بايد وکيلان په دوديزه جرګه کې ونډه وانه خلي؛ خو ځينو نورو بيا ويل چې دوديزه جرګه مشورتي ده او بايد ونډه په کې واخيستل شي.

د غونډې په پاى کې د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي وويل: ((هر څوک د حکمي شخص په توګه نه، بلکې د حقيقي شخص په توګه کولاى شي په دوديزه جرګه کې ونډه واخلي.))

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.