ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جلال اباد ښار کې چاودنه وشوه

په جلال اباد ښار کې چاودنه وشوه

author avatar
14 Nov 2011 - 09:14
په جلال اباد ښار کې چاودنه وشوه
author avatar
14 Nov 2011 - 09:14

جلال اباد (پژواک ٢٣ لړم ٩٠): د جلال اباد ښار عيدګاه جومات ته څېرمه نن سهار وخته درنه چاودنه رامنځته شوه، خو زيان يې نه دى اړولى.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي د لړم په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه سهار ٧ بجې د دغه ښار عيدګاه جومات ته څېرمه د خځلو په يوه ډيران کې رامنځته شوې، خو زيان نه لري.

د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال سردارمحمد سلطاني پژواک اژانس ته وويل، چې مخالفينو عيدګاه جومات ته څېرمه دوه ماينونه ځاى پرځاى کړي وو.

د نوموړي په وينا، چې وسلوالو مخالفينو غوښتل، څو له لومړۍ چاودنې سره خلک او امنيتي ځواکونه راټول او بيا بل ماين پرې وچوي.

خو سلطاني زياته کړه، چې د چاودنې له ځايه لس متره وړاندې يو بل ريموټ کنټرو ماين، چې د هاوان له څلورو مرميو جوړ او له بطرۍ سره په مزي تړل شوى وو، پوليسو کشف او پر هماغه ځاى يې شنډ کړ.

د قوماندان په وينا، که چېرې په لومړۍ چاودنه کې مرګ ژوبله رامنځته شوې واى، نو ښايي دويمې چاودنې به ډېر ځاني زيان پېښ کړى و.

په سيمه کې يوه عيني شاهد ګنډيري پلورونکي حيات الله پژواک ته وويل، چې د تورخم جلال اباد لويې لارې ته يې خپله لاسي کراچۍ را ايستلې وه، چې د عمومي سړک ٢٠ مترۍ ته پر يوه فرعي سړک چاودنه رامنځته شوه او لوخړې پورته شوې.

هغه زياته کړه، چې له چاودنې سره سم، دى څو ګامه لرې وتښتېد، خو د پېښې په ځاى کې يې کوم ټپي يا مړى ونه ليد.

د يادونې ده، چې د روان ميلادي کال په اپرېل مياشت کې هم عيدګاه جومات ته څېرمه چاودنې پوليسو ته هغه مهال درنه مرګ ژوبله واړوله، چې د لومړۍ چاودنې د معاينې پر موخه راټول شوي وو او بله چاودنه پرې وشوه.

بايد وويل شي، چې د لړم په ٩مه نېټه د جلال اباد ښار په انګور باغ کې، د سړک غاړې يوې چاودنې درې پوليس ټپيان کړي وو.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.