ګردېز (پژواک ۲۳ لړم ٩٠): په پکتيا کې پوليسو د سيمه ييزو وسله والو طالبانو هغه تن نيولى، چې په سيمه کې په ظالمانه کړنو تورن و.
د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالغفار ساپي نن (د لړم ٢٣مه) پژواک اژانس وويل، چې نيول شوى کس نور خان نومېږي او بې ګناه خلک به يې په ٨٢ ميلي متري توپ باندې ويشتل.
د نوموړي په خبره، دغه کس د سيمه ييزو وسله والو طالبانو د ادم خان د ډلې يو مهم غړی دی او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پوليسو له خوا په ګردېز ښار کې نيول شوی او په خپل جرم يې اعتراف کړی دی.
قوماندان ساپي زياته کړه، چې ياد شوي تن څه موده وړاندې د مچلغو بند د ساتنې د اربکيو مشر خان ولي هم، په ٨٢ ملي متره توپ سره وژلى و.
نوموړي همداراز وويل، چې له نيول شوي تن سره يې د نورو کسانو عکسونه، وېډيوګانې او يو شمېر مهم اسناد هم نيولي، چې په اړه يې پلټنې روانې دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن