ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرکاڼو ولسوالۍ د نجونو د ښوونځي ودانۍ پرانيستل شوه

د سرکاڼو ولسوالۍ د نجونو د ښوونځي ودانۍ پرانيستل شوه

author avatar
15 Nov 2011 - 14:21
د سرکاڼو ولسوالۍ د نجونو د ښوونځي ودانۍ پرانيستل شوه
author avatar
15 Nov 2011 - 14:21

اسعداباد (پژواک ٢٤ لړم ٩٠): د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ د بهراباد په سيمه کې د نجونو د منځني ښوونځي د ودانۍ چارې بشپړې او د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شوه.

 د دغه ښوونځې د پرانيستو په مراسمو کې د ياد ولايت د پوهنې تدريسې مرستيال استاد عبدالقهار اخوندزاده پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ښوونځى ١٦ تدريسې او اداري خونې لري.

هغه زياته کړه، چې په دغې ودانۍ ته لمريزه برېښنا، د څښاک اوبه، چاردېوالي او نورې اسانتياوې هم برابرې شوې دي.

اخوندزاده وايي، چې پر دې ودانۍ ٢٤٠زره امريکايي ډالر لګښت راغلى، چې د امريکا د ولايتي بيارغونې ډلې له خوا ورکړل شوي دي.

نوموړي وويل، چې له دې وړاندې په ياده سيمه کې زده کوونکو خپلې زده کړې په خېمو کې ترسره کولې او اوس به يې له ټولو اسانتياوو سره په يوې عصري ودانۍ کې ترسره کوي.

د اخوندزاده په وينا، د سرکاڼو په ولسوالۍ کې ټول دېرش بابه ښوونځې شتون لري، چې له دې ډلې پنځلس يې ودانۍ لري، پر څلورو ودانيو کار روان دى او پاتې نور ښوونځي ودانۍ نه لري.

د دغه منځني ښوونځي سرښوونکى عاشق الله د دې ودانۍ پر پرانيستل کېدو خوښي وښوده، خو ويې ويل، چې د نجونو ښوونځي ته ښځينه ښوونکې نه لري.

هغه زياته کړه، چې د پوهنې رياست ورسره ژمنه کړې وه، چې په نوي ښوونيز کال کې به دغه ښوونځى لېسې ته لوړ کړي.

نوموړى وايي، په دغه ښوونځي اوسمهال ټول ښوونکي نارينه دي او تر اوسه په کې يوه ښځينه ښوونکې هم نشته، تر هغه به دا تشه ډکه نه شي، تر څو مو نجونې فارغې کړې وي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.