لښکرګاه (پژواک ٢٤ لړم ٩٠): د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې په دې ولايت کې يې له چاودېدونکو توکو څخه ډک موټر نيولى دى.
د هلمند د ملي امنيت مرستيال حاجي محمود خان نن (د لړم ۲۴مه) پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د دوى كارکوونکو په لښكرګاه كې يو كرولا ډوله موټر، چې چاودېدونكي توكي په کې ځاى پر ځاى شوي وو، نيولى دى.
د ده په وينا، دوى له څو ورځو راهيسې د دې موټر په اړه راپور درلود او په اړه يې پلټنې پيل کړې وې، چې نن مازيګر يې کشف کړ.
د ملي امنيت مرستيال زياته كړه: ((نن دغه كرولا موټر لښكرګاه ته د راتلو په حال کې و، چې په تورټاګ سيمه كې خراب شو او چلوونكى يې له سيمې څخه وتښتېد.))
هغه وويل، چې د همدې سيمې اوسېدونكو دوى ته په دې اړه معلومات وركړل، چې ۲۲۵ كيلو ګرامه چادېدونكي توكي په كې ځاى پر ځاى شوي وو.
د نوموړي په وينا، د دولت مخالفينو پلان درلود، چې د دغه موټر بم په وسيله د دې ولايت لوړپوړي چارواكي په نښه كړي؛ خو خپلې موخې ته ونه رسېدل.
ده وويل، چې په سيمه كې اوس د دوى د كارکوونکو او پوليسو له خوا پلټنې روانې دي، چې عاملين يې پيدا كړي.
د يو بل خبره له مخې، د ياد شوي ولايت پوليسو هم تېره ورځ په نادعلي ولسوالۍ كي په يوه مازدا موټر كې درې تلوېزيون ډوله ماينونه له دوو كسانو سره نيولي دي.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ د دفتر مرستيال سمونوال عبدالكريم پژواك اژانس ته وويل، چې په موټر كې بوس بار وو او ماينونه په کې ځاى پر ځاى شوي وو، چې غوښتل يې لښکرګاه ښار ته يې راوړي.
وسله والو طالبانو د دغو پېښو په اړه تراوسه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن