ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوديزه لويه جرګه پيل شوه

دوديزه لويه جرګه پيل شوه

author avatar
16 Nov 2011 - 11:31
دوديزه لويه جرګه پيل شوه
author avatar
16 Nov 2011 - 11:31

کابل (پژواک ٢٥ لړم٩٠): له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو او د دولت له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو پر ميکانيزم د مشورو په موخه، په کابل کې دوديزه لويه جرګه پيل شوه.

دغه جرګه په داسې حال کې، چې په کابل ښار کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي او عمومي رخصتي اعلان شوې، نن له غرمې مخکې لس نيمې بجې پيل شوه او ټاکل شوې، چې څلور ورځې دوام وکړي.

په دې جرګه کې د هېواد له ټولو ولايتونو شاوخوا دوه زره تنه، قومي مشران، ديني عالمان، د ولايتي شوراګانو ٣٠ سلنه او د ملي شورا ډېرى وکيلان غړيتوب لري. 

د افغانستان د کابينې غړي او د ځينو هېوادونو استازي په دې جرګه کې  د مېلمنو په توګه برخه لري.

جرګه په داسې حال کې پيل شوه، چې ځينو کسانو ناقانونه بللې او ويلي يې دي، چې دغه جرګه په اساسي قانون کې له تعريف شوې جرګې سره توپير لري.

له همدې امله د ولسي جرګې ٧٧ غړو تېره ورځ ويلي، چې په دوديزه لويه جرګه کې ګډون نه کوي.

د ډاکترعبدالله په مشرۍ د تغيير او اميد او د افغانستان د ملي جبهي په نوم نوي جوړ شوي ايتلاف، چې عبدالرشيد دوستم، د ولسي جرګې غړى محمد محقق او په تېره دوره کې د ولسمشر حامد کرزي لومړى مرستيال احمد ضياء مسعود يې مهم غړي دي، هم دوديزه لويه جرګه د اساسي قانون خلاف بللې ده.

دغه راز د ملي يووالي جبهې، چې د افغانستان پخوانى لومړى وزير انجنير احمدشاه احمدزى او يو شمېر جهادي ګوندونو ته منسوب کسان په کې برخه لري، هم دوديزه لويه جرگه ناقانونه بللې ده.

خو د افغانستان حکومت وايي، چې دغه جرګه د اساسي قانون د ٦٥مې سره سمه جوړه شوې او ولسمشر حق لري، چې په مهمو ملي مسايلو کې له ملت سره مشوره وکړي.

د اساسي قانون په پنځه شپېتمه ماده کې راغلي: ((جمهور رييس كولاى شي په مهمو ملي، سياسي، ټولنيزو او يا اقتصادي چارو كې د افغانستان د خلكو ټولپوښتنې ته مراجعه وكړي.

ټولپوښتنه بايد د دغه اساسى قانون د حكمونو مخالف او د تعديل مستلزم نه وي.))

د دولت وسله والو مخالفينو ويلي، چې دوديزه لويه  جرګه د پرديو په اشاره جوړه شوې جرګه ده او دوى ته د منلو وړ نه ده.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.