کابل (پژواک ٢٦ لړم ٩٠ ): د دوديزې لويې جرګې دويمه ورځ د افغانستان او امريکا تر منځ پر ستراتيژيک سند د بحث په موخه د کمېټو پر جوړېدو پيل شوه.د دوديزې جرګې يوه غړي محمداکرم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کمېټو د جوړېدو کار نن (د لړم ٢٦مه) له غرمې مخکې پيل شوى دى.
هغه زياته کړه، چې د جرګې غړي په ټوليزه توګه په څلوېښتو کاري کمېټو وېشل شوي او نن کمېټې د افغانستان او امريکا تر منځ د ستراتيژيک سند پر اقتصادي، سياسي او نظامي برخو بحث کوي.
د خپلواک په وينا، د جرګې دارالانشاء تېره ورځ له امريکا سره د افغانستان د ستراتيژيک تړون کاپي د جرګې ټولو غړو ته وېشلې ده.
نوموړي زياته کړه، چې نن د جرګې غړي په دغو موضوعاتو بحث کوي او خپل وړانديزونه او نيوکې په ليکلې بڼه د خپلو کمېټو اړوندو منشيانو ته وړاندې کوي، چې وروسته بيا دغه وړانديزونه او نيوکې د جرګې د رييس او منشي له خوا، سره يوځاى کېږي او د جرګې ټول غړي يې په پاى کې لاسليک کوي.
خپلواک زياته کړه، چې د دغو اسنادو يوه کاپي، چې په هغه کې وړانديزونه او نيوکې شاملې وې، دارالانشاء ته او يوه کاپي يې د جرګې غړو ته ورکول کېږي.
په ايران کې د مېشتو افغان کډوالو استازې اناهيتا سروري او د دوديزې جرګې غړې وويل، چې د کمېټو کار په عادي ډول پر مخ ځي.
هغې زياته کړه، چې د ستراتيژيک سند کاپي تر اوسه د جرګې غړو ته نه ده ورکړل شوې او دغه مهال په کمېټو کې د جرګې د غړو د وړانديزونو په اړه بحث روان دى.
دوديزه لويه جرګه له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو او د دولت له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو په اړه د مشورې په موخه تېره ورځ په کابل کې پيل شوه او په پام کې ده، چې څلور ورځې دوام وکړي.
د لويې جرګې د ترسره کېدو د چمتووالي د کمېسيون رييس محمد صادق مدبر تېره ورځ ويلي وو، چې په دې جرګه کې دوه عمومي (پيليزه او پايليزه) غونډې شاملې دي او د جرګې غړي په ٤٠ کاري کمېټو کې د جرګې د موخو په اړه مشوره کوي.
په دې جرګه کې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څه باندې دوه زره تنه، قومي مشران، ديني علما، د ولايتي شوراګانو ٣٠ سلنه غړي او د ملي شورا يو زيات شمېر وکيلان غړيتوب لري.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن