ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل پر ښار راکټي بريد وشو

د کابل پر ښار راکټي بريد وشو

author avatar
17 Nov 2011 - 09:11
د کابل پر ښار راکټي بريد وشو
author avatar
17 Nov 2011 - 09:11

کابل ښار (پژواک ٢٦ لړم ٩٠): نن سهار “د دوديزې لويې جرګې  دويمه ورځ” پر کابل ښار  دوه توغندي ولګېدل، چې له امله يې يو تن ټپي شو.

د کابل د ١٠١ اسمايي زون د جنايي څېړنو رييس مل پاسوال محمد ظاهر پژواک خبري اژانس  ته وويل، چې يو توغندى نن سهار (د لړم ٢٦مه) شاوخوا اته بجې د کابل د څلورمې امنيتي حوزې په ساحه (د سرسبزۍ څلورلارې) کې ولګېد او له امله يې يو تن سرسري ټپي شو.

هغه زياته کړه، چې دويم توغندى د باغ بالا د ساحې د سپين جومات شاته د څلورمې حوزې په مربوطاتو کې او  د دوديزې لويې جرګې د ترسره کېدو سيمې ته نږدې پر غره ولګېد.

د جنايي څېړنو د رييس په وينا، د دغو توغنديو د توغولو ساحه تر اوسه نه ده معلومه، خو امنيتي مؤظفينو په دې اړه خپلې څېړنې پيل کړې دي.

خو د کورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي، چې دغه توغندي د کابل په سوېل کې د للندر غره له لوري توغول شوي دي.

سرچينه وايي، چې د سرسبزۍ څلورلارې په ساحه کې د يوه راکټ د لګېدو له امله يو تن برسېرن ټپي شوى و، چې د پوليسو له خوا روغتون ته ولېږدول شو.

يوه عيني شاهد نظام الدين پژواک ته وويل: ((نن رخصتي وه او موږ په خپله خونه کې ناست وو، زموږ يو ملګرى د معذرت لپاره بهر ووت، ناڅاپه يو زورور غږ وارورېدل شو.))

هغه چې د مېوې په مارکېټ کې کار کوي زياته کړه، کله چې ووتل، ويې ليدل، چې د علي محمد په نامه د دوى دغه ملګرى د راکټ د لګېدو له امله د شا په برخه کې ټپي شوى دى.

نظام الدين وايي، چې د ياد ځوان له ټپونو وينه ډېره تله، چې د دوى په مرسته د پوليسو له خوا روغتون ته يوړل شو.

د پژواک خبري اژانس  د پېښې له سيمې خبر ورکوي، چې د دغه راکټ د لګېدو له امله د يو شمېر سوداګريزو ودانيو ښيښي ماتې شوي او يو باروړونکى مازدا موټر او د مېوې پلورونکو شپږ کراچۍ زيانمنې شوې دي.

خو طالبان وايي، چې هغوى د دوديزې لويې جرګې د ترسره کېدو پر سيمه راکټي بريد کړى او امنيتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا وکړه، چې نن سهار د دوديزې لويې جرګې په لور دوه توغندي توغول شوي، چې دواړه په هدف لګېدلي او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره يې تر اوسه نه ورته معلومه.

دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوه، چې د دوديزې لويې جرګې نن دويمه ورځ ده.

 مخکې له دې وسلوالو طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبردارى ورکړى وو، چې د دوديزې لويې جرګې ترسره کوونکي، ګډونوال او رابلونکي به په هر ځاى کې چې وي، په نښه کړي.

تېره ورځ د دوديزې لويې جرګې لومړۍ ورځ د امن په فضا او له کومې امنيتي پېښې پرته تېره شوه.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.