ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر کابل ښار راکټ توغوونکى ونيول شو

پر کابل ښار راکټ توغوونکى ونيول شو

author avatar
17 Nov 2011 - 16:17
پر کابل ښار راکټ توغوونکى ونيول شو
author avatar
17 Nov 2011 - 16:17

کابل ښار ( پژواک ٢٦ لړم ٩٠): امنيتي ځواکونو د هغه کس د نيولو خبر ورکړ، چې پر کابل ښار يې دوه راکټونه توغولي وو.

يو توغندى نن (د لړم ٢٦مه) شاوخوا اته بجې د کابل د څلورمې امنيتي حوزې په ساحه (د سرسبزۍ څلورلارې) کې ولګېد او له امله يې يو تن برسېرن ټپي شو.

دويم توغندى د باغ بالا د ساحې د سپين جومات شا ته د څلورمې حوزې په مربوطاتو کې او  د دوديزې لويې جرګې د ترسره کېدو سيمې ته نږدې پر غره ولګېد، چې مرګ ژوبله يې نه درلوده.

د کابل د ١٠١ اسمايي زون د قوماندانۍ وياند حشمت الله نن له غرمې وروسته پژواک خبري اژانس  ته وويل، چې دغه دوه توغندي د ٧مې حوزې په مربوطاتو کې د پل حسن ګوساله له سيمې پر کابل ښار توغول شوي وو.

هغه زياته کړه، چې امنيتي ځواکونو د راکټونو د توغولو په سيمه کې يو موبايل ترلاسه کړ، چې له هغه نه په ګټې اخيستو سره د دغه کار د عامل په نيولو وتوانېدل، چې په يوه سرف موټر کې له سيمې نه د تښتېدو په حال کې وو.

ستانکزى زياتوي، چې دغه مهال د دغه کس د هويت په اړه، چې راکټونه يې توغولي، څه نه شي ويلاى او په اړه يې څېړنې روانې دي.

 

په سرسبزۍ څلورلارې کې د راکټ د لګېدو له امله د يوه تن له ټپي کېدو سربېره د يوشمېر سوداګريزو ودانيو ښيښې ماتې شوې او يو باروړونکى مازدا موټر او د مېوې پلورنې شپږ کراچۍ هم زيانمنې شوې دي.

 

خو طالبان ادعا کوي،  چې نن سهار يې د دوديزې لويې جرګې پر لور دوه توغندي توغولي، چې دواړه په هدف لګېدلي او امنيتي ځواکونو ته په کې مرګ ژوبله اوښتي، خو کره شمېره يې تر اوسه نه ده ورته معلومه.

 

مخکې له دې وسله والو طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبردارى ورکړى و، چې د دوديزې لويې جرګې په لاره اچوونکي، رابلونکي او ګډون کوونکي به په هر ځاى کې چې وي، په نښه کړي.

 

د يادونې ده، چې دوه ورځې مخکې يوه ځانمرګي بريد کوونکي، چې غوښتل يې په يوه بکس کې چاودېدونکي توکي د دوديزې جرګې د ترسره کېدو ځاى ته يوسي، د پولي تخنيک پوهنتون پر سړک، له پېژندو وروسته د امنيتي ځواکونو له خو پر ډزو ووژل شو.

 

همدارنګه دوه ورځې مخکې د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي مرستيال د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې د دولت د څلورو مخالفو ډلو د نيولو خبر ورکړ، چې غوښتل يې دوديزه لويه جرګه ګډه وډه کړي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.