ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جرګې ته د ستراتيژيک تړون په اړه د امريکا د غوښتنو نه څرګندېدل سرغړونه وبلل شوه

author avatar
18 Nov 2011 - 16:02
author avatar
18 Nov 2011 - 16:02

کابل (پژواک ٢٧ لړم ٩٠) : د سياسي چارو يو شمېر شنونکي او د دوديزې لويې جرګې ځينې ګډونوال ، جرګې ته د ستراتيژيک تړون په اړه د امريکا د غوښتنو نه څرګندول ، د جرګې له حق څخه سرغړونه بولي.

له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو او د دولت له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو پر ميکانيزم د مشورو په موخه په کابل کې دوديزه لويه جرګه وړمه ورځ ، د شاوخوا دوو زرو کسانو په ګډون پيل شوه او ټاکل شوې، چې سبا پاى ته ورسيږي.

تېره ورځ د دوديزې لويې جرګې وياندې صفيه صديقي په يوه خبري غونډه کې وويل، چې د امريکا متحده ايالات نه غواړي ، چې په ستراتيژيک تړون کې د هغوى د غوښتنو جزئيات د رسنيو په واک کې ورکړل شي.

 خو د دوديزې لويې جرګې ګډونوال او د سياسي چارو  پوه استاد حبيب الله رفېع پژواک خبري اژانس ته وويل چې د جرګې ګډونوالو ته هم د امريکا د غوښتنو په اړه  معلومات نه دي ورکړل شوي .

 دى وايي، چې تېره ورځ دجرګې ګډونوالو ته د ستراتيژيک تړون په اړه يواځې يوه مقاله ولوستل شوه او له دوى يې وغوښتل چې د ستراتيژيک تړون په اړه مشورې ورکړي.

هغه زياته کړه: ((پرون يواځې هوايي بحثونه وشول او د ټولو ګډونوالو غوښتنه دا وه ، چې د امريکا له خوا د تړون جزئيات ورکړل شي.))

د ده په وينا، د امريکا له خوا د دوديزې لويې جرګې ګډونوالو ته د ستراتيژيک تړون د متن نه ورکول د ګډونوالو پر حق تېرى دى.

استاد رفېع وويل، چې که د تړون په اړه کومه پرېکړه اعلانيږي، هغه به د جرګې د غړيو د نظرونو محصول نه وي، ځکه چې د تړون د يو اړخ ( امريکا ) د غوښتنو په اړه د جرګې ګډونوال معلومات نه لري .

د سياسي چارو پوه ډاکټر خوشحال روهي هم وايي چې د دوديزې لويې جرګې غړي حق لري، له امريکا سره د ستراتيژيک تړون  په ټولو جزئياتو پوه شي.

د هغه په وينا، جرګه له سره په مصنوعي ډول روانه ده او د مشرتابه د پلاوي د ټاکلو په ګډون يې  ټول کارونه په فرمايشي ډول ترسره کيږي.

نوموړي زياته کړه: ((امريکا له خپلو سيمه ييزو او نړيوالو سيالانو څخه ويريږي او نه غواړي چې د دغه تړون جزئيات افشا کړي، نو د لويې جرګې غړي بايد اوس د امريکا لپاره سرې کرښې او حدود وټاکي.))

خو د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر او د يادې جرګې ګډونوال عبدالغفور لېوال پژواک اژانس ته وويل، چې جرګه يواځې د متن د جوړېدو لپاره مشوره ورکوي.

د هغه په وينا، د ستراتيژيک تړون بشپړ متن به د افغانستان ملي شورا ته په واک کې ورکول کيږي او د هغوى له خوا به تصويبيږي.

د يادونې وړ ده چې د ستراتيژيک تړون په اړه  د افغانستان شرايط څرګند شوي دي.

د جرګې په لومړۍ ورځ  ولسمشر حامد کرزي  په افتتاحيه وينا کې  ددې شرايطو په اړه  وويل، چې په هېواد کې د امريکا او ناټو له خوا د خلکو د کورونو پلټنې، د شپې عمليات او د افغانستان له ادارو سره موازي ادارې جوړېدل، نه مني.

دغه راز ده زياته کړه چې په افغانستان کې بايد بهرني زندانونه وتړل شي او زندانيان يې افغان حکومت ته وسپارل شي 

هغه  وويل، چې د ستراتيژيکو همکاريو لپاره د امريکا په غوښتنو کې، په افغانستان کې د دغه هېواد پوځي تاسيسات هم شامل دي، خو زياته يې کړه چې افغانستان به يې په دې شرط ومني چې له ګټو سره يې سمون ولري او  د افغانستان په کورنيو چارو کې مداخله ونه شي.

کرزي ټينګار وکړ، چې د افغانستان او امريکا تر منځ اړيکې بايد د دوو خپلواکو هېوادونو په توګه وي او زياته يې کړه: ((په هر عنوان د ملي حاکميت تثبيت غواړو او له همدا نن يې غواړو.))

 

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.