ژبه

چاودنې دوه ماشومان ووژل او شپږ نور يې ټپيان کړل

پاينده حکمت

۲۷ لړم ۱۳۹۰ - ۱۶:۰۴

Views: ۴۷

کابل ( پژواک ٢٧لړم ٩٠ ) : د ننګرهار ولايت په بهسود ولسوالۍ کې نن سهار د هاوان سرګلولې د چاودنې له امله دوه ماشومان ووژل شول او شپږ نور ټپيان شوي دي.

  دغه مطلب د کورنيو چارو وزارت په هغې خبرپاڼه کې ، چې نن پژواک خبري اژانس ته رسېدلې ده ، په ډاګه شوى دى .

 د سرچينې د معلوماتو له مخې ، ياده شوې سرګلوله نن سهار ٩ بجې د بهسودو ولسوالۍ د علي آخوندزاده په کلي کې هغه مهال وچاودېده ، چې ماشومان په لوبو بوخت وو.

 په خبرپاڼه کې راغلي  ، چې دا سرګلوله له تېرو کلونو راهيسې د علي اخوندزاده په کلي کې پاتې وه .

 سرچيني ويلي ، چې د پېښې ټپيان د ملي پوليسو له خوا د ننګرهار مرکزي روغتون ته لېږدول شوي او ددوو تنو روغتيايي وضعيت نازل بلل شوى دى .

 همدارنګه په خبرپاڼه کې راغلي ، چې تېره شپه دوه تنه د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ د دواب په سيمه کې د ماين د ځاى پر ځاى کولو پر مهال د خپل ماين په چاودنه کې ټپيان او د پوليسو له خوا نيول شوي دي .