ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له امريکا سره د تړون پر ضد زرګونو محصلينو لاريون وکړ

له امريکا سره د تړون پر ضد زرګونو محصلينو لاريون وکړ

author avatar
20 Nov 2011 - 10:12
له امريکا سره د تړون پر ضد زرګونو محصلينو لاريون وکړ
author avatar
20 Nov 2011 - 10:12

جلال اباد (پژواک ٢٩ لړم ٩٠): د ننګرهار پوهنتون زرګونو محصلينو نن سهار، له امريکا سره د ستراتيژيک تړون پر ضد لاريون پيل کړى او د کابل–جلال اباد لويه لار يې د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

لاريون کوونکي، چې شمېر يې شاوخوا درې زرو تنو ته رسېږي، نن (د لړم ٢٩مه) سهار په شاوخوا نهه بجې ننګرهار پوهنتون ته څېرمه د کابل–جلال اباد لويې لارې ته راوتلي، لاره يې بنده کړې او د حکومت او امريکا پر ضد شعارونه ورکوي.

د عبدالله په نوم يوه لاريون کوونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى له امريکا سره د ستراتيژيک تړون کلک مخالف دي.

هغه زياته کړه، چې په دوديزه لويه جرګه کې ټول ګډونوال د حکومت پلويان وو او د خلکو اصلي استازي، دې جرګې ته نه وو رابلل شوي.

دغه لاريون اوس هم روان دى او وروسته به د يوه پرېکړه ليک په اعلانولو او د امريکا د ولسمشر د ګوډاګي په سوځولو سره پاى ته ورسېږي.

امنيتي ځواکونو په سيمه کې کلک امنيتي تدابير نيولي او تر اوسه کومه پېښه نه ده رامنځته شوې.

Visits: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.