ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کامدېش کې د طالبانو د ولسوال او امنيه قوماندان په ګډون ١٦ تنه وژل شوي

کامدېش کې د طالبانو د ولسوال او امنيه قوماندان په ګډون ١٦ تنه وژل شوي

author avatar
20 Nov 2011 - 11:52
کامدېش کې د طالبانو د ولسوال او امنيه قوماندان په ګډون ١٦ تنه وژل شوي
author avatar
20 Nov 2011 - 11:52

جلال اباد (پژواک ٢٩ لړم ٩٠): د نورستان ولايت چارواکي وايي، چې په کامدېش ولسوالۍ کې د تېرې شپې په عملياتو کې د دوو مهمو مشرانو په ګډون ١٦ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د نورستان والي تميم نورستاني د لړم په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ملي اردو کوماندو ځواکونو د ايساف په هوايي مرسته تېره شپه ١٠بجې د کامدېش ولسوالۍ په ميردېش سيمه کې تعارضي عمليات ترسره کړل.

هغه زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې ١٦ مخالفين وژل شوي، ٦ ټپيان او ٧ نور ژوندي نيول شوي دي.

د نوموړي په وينا، په وژل شويو کې د طالبانو د کامدېش ولسوال مولوي عبدالله او امنيه قوماندان مولوي عثمان شامل دي.

نورستانى وايي، چې دغو عملياتو پراشوتي بڼه درلوده، کوماندو ځواکونه له چورلکو د کمو او مهردېش په سيمو کې پلي شوي وو.

په ختيځ کې د لومړي زون د سرحدي پوليسو مطبوعاتي مسوول ادريس مومند پژواک اژانس ته وويل، د کره معلوماتو له مخې معلومه شوې، چې د مخالفينو له خوا نومول شوى ولسوال مولوي عبدالله او امنيه قوماندان مولوي عثمان هم په وژلو شويو کسانو کې شامل دي.

 نوموړي زياته کړه، چې دغه عمليات په يوه غرنيزه سيمه کې ترسره شوي، نو ځکه ملکي وګړو او د دوى ځواکونو ته مرګ ژوبله نه دي اوښتې.

ادريس مومند وويل، په دغو عملياتو کې د دواب، چينار خوړ، شلپېچ، ګوردېش او مهردېش سيمې له وسله والو پاکې شوې او تر بشپړې ولکې پورې به دوام لري.

د يادونې ده، چې افغان او نړيوالو ځواکونو له درېيو ورځو راهيسې په دغو سيمو کې د توپان په نوم يو مياشتني چانيز عمليات پيل کړي دي.

بلخوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دې جګړه کې د طالبانو له خوا يو شمېر کورني او بهرني سرتېري وژل شوي، خو د شپې د تيارې له امله د هغو کره شمېره په لاس کې نه لري.

هغه ادعا وکړه، چې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې شپږ عام وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپي شوي دي.

نوموړي دغه راز وويل، چې د ګډو ځواکونو له خوا نيول شوي کسان هم عام وګړي دي.

خو د سرحدي پوليسو قوماندان بيا د طالبانو دغه ادعا رد کړه.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.