جلال اباد (پژواک ٣٠ لړم ٩٠): د نورستان والي او د سرحدي پوليسو سرچينې وايي، چې تېره شپه ګډو ځواکونو په کامدېش ولسوالۍ کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې شپږ وسلوال طالبان وژلي او شپږ نور يې ژوندي نيولي دي.
د نورستان والي تميم نورستاني د لړم په ٣٠مه پژواک خبري ته وويل، چې تېره شپه افغان او ايتلافي ځواکونو د نورستان د کامدېش ولسوالۍ په کمو سيمه کې پنځه ساعته هوايي او ځمکني علميات ترسره کړل.
هغه زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې د شاهين په نوم د وسلوالو طالبانو يو سرګروپ له خپلو پنځو کسانو سره وژل شوى او شپږ نور ايساف ځواکونو ژوندي بيولي دي.
په بګرام کې د ايساف ځواکونو د ختيځې سيمې اړوند قوماندانۍ هم ويلي، چې تېره شپه د ملي اردو کوماندو ځواکونو په کامدېش کې عمليات کړي او اوه وسلوال مخالفين يې وژلي دي.
په ختيځ کې د لومړي زون د سرحدي پوليسو مطبوعاتي مسوول ادريس مومند پژواک اژانس ته وويل، چې د اردو او سرحدي ځواکونو له لوري د غرونو په حاکمو څوکو کې د قوماندې ګډ مرکزونه جوړ شوي او پرمختللو مخابروي وسايلو سمبال دي.
نوموړي زياته کړه، چې د اړتيا پر مهال به د نړيوالو ځواکونو هوايي ځواک ورسره ملګرى وي.
ادريس مومند وويل، چې سرتېرو يې له تېرې شپې راهيسې د کمو او کوکيه سيمې پاکې کړې دي.
نوموړي زياته کړه، چې دغه عمليات له قومي مشرانو سره په همغږۍ پر مخ روان دي او تر اوسه په کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې تېره ورځ هم د دولتي چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغې ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو له امله د دولت ١٦ مخالفين وژل شوي وو.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن