ګردېز (پژواک ۳۰ لړم ۹۰): د پکتيا ولايت د ګردې څېړۍ ولسوالۍ څلور اوسېدونکي له څلور مياشتني بند څخه وروسته، نن له بګرام زندان څخه راخوشې شول.
د ګردې څېړۍ ولسوالۍ د سروخېلو د غرييزې سيمې دغه څلور اوسېدونکي، چې اوس بې ګناه بلل شوي، څلور مياشتې وړاندې د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډو عملياتو کې نيول شوي او زنداني شوي وو.
د راخوشې شويو بنديانو په اړه په جوړو شويو مراسمو کې، چې د ولايت په تالار کې نيول شوي و، ولايتي چارواکو او د دې ولايت د ولايتي شورا غړو او ګڼو سپين ږيرو ګډون کړی وو.
د پکتيا ولايت مرستيال والي عبدالرحمن منګل، د دوى په بېرته راخوشې کېدو خوښي وښوده او دوى ته يې د برائت نامو په ورکولو د دوى د راتلونکي سوله ييز ژوند تضمين هم وکړ.
ده ددې بنديانو راخوشې کېدل د خپلې ادارې او د سولې د ولايتي شورا د کمېټې کار وباله او ويې ويل، چې د دا ډول خلکو په راخوشې کېدو به د سولې سيمه ييز دفتر لا هم پياوړی او د روغې جوړې په پروسه کې به ښه والی راشي.
ده دا هم وويل، چې د دوى اداره او د سولې شورا دفتر به په ګډه هڅه کوي، چې ورته نور بنديان هم له زندانو څخه راخوشې کړي، ترڅو په ولايت کې د روغې جوړې پروسه له دې لارې پياوړې شي.
بنديانو ويل، په دې ناخوښه دي چې بې جرمه يې څلور مياشتې د زندان د تورو تمبو شاته تېرې کړې دي.
کتاب خان چې په همدې ډله کې له بند څخه راخوشې شوى و، پژواک ته وويل: ((د زندان د مسوولينو چلند ښه و، خو دا چې موږ بې ګناه وو، نو وخت تېرول سخت و.))
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن