فراه ښار (پژواک ٣٠ لړم ٩٠): په فراه ښار کې د يوه ريموټ کنټرول ماين په چاودنه کې د يوه ماشوم په ګډون درې ملکي وګړي ټپيان شول.
دغه چاودنه نن سهار (د لړم ٣٠مه) شاوخوا اته بجې د فراه ښار د شهيد په څلورلارې کې د ملي اردو د کاروان د تېرېدو پر مهال رامنځته شوه.
د فراه د ولايتي روغتون د جراحۍ څانګې ډاکتر عبدالمنان رشيدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه روغتون ته د يوه ماشوم په ګډون درې ټپيان ور وړل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د ټپي ماشوم د زړه په برخه کې چره لګېدلې او روغتيايي حالت يې نازک دى.
د فراه د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمدغوث مليار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه په يوه موټرسايکل کې د ځاى پرځاى شوي ريموټ کنټرول ماين له امله رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، چې دغه ماين ته، له سيمې څخه د ملي اردو او پوليسو د کاروان له تېرېدو وروسته چاودنه ورکړل شوه.
د فراه د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر د دې چاودنې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه کړل.
يوه عيني شاهد فرهاد پژواک اژانس ته وويل: “کله چې د ملي اردو موټر څلورلارې ته ورسېدل، په يوه موټرسايکل کې چاودنه وشوه.”
هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې څو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې په ډاګه نه کړه.
د دې چاودنې مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن