ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ګرشک کې يو انګرېز سرتېرى وژل شوى

author avatar
21 Nov 2011 - 10:14
author avatar
21 Nov 2011 - 10:14

کابل (پژواک ٣٠ لړم ٩٠): د بريتانيا دفاع وزارت اعلان وکړ، چې په افغانستان کې يې يو سرتېرى وژل شوى دى.

د دغه وزارت له خوا د لړم په ٣٠مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سرتېرى پرون د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ماين په يوه چاودنه کې وژل شوى دى.

سرچينې زياته کړې، چې پر سرتېرو يې د ګزمې پر مهال د ماين چاودنه شوې ده.

بلخوا په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا هم پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د افغانستان په سوېل کې يې يو سرتېرى وژل شوى دى.

خو سرچينې د وژل شوي سرتېري هويت او د پېښې کره ځاى نه دى په ډاګه کړى.

وسله والو طالبانو هم ويلي، چې په ګرشک ولسوالۍ کې يې پرون پر بهرنيو ځواکونو چاودنه کړې او په ټانک کې سپاره ټول سرتېري يې وژلي دي.

د يادونې ده، بريتانيا په افغانستان کې شاوخوا لس زره سرتېري لري، چې په هلمند ولايت کې مېشت دي او تر اوسه يې ٣٨٩ سرتېري وژل شوي دي.

د دغه سرتېري په وژل کېدو سره، د روان زېږديز کال له پيله راهيسې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ناټو د وژل شويو سرتېرو شمېر ٥٣٢ تنو ته ورسېد.

تېر کال په هېواد کې ٧١١ بهرني سرتېري وژل شوي وو.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.