ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال الن د دوديزې جرګې پر مهال د امنيتي ځواکونو د فعاليت ستاينه وکړه

author avatar
22 Nov 2011 - 11:07
author avatar
22 Nov 2011 - 11:07

کابل (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٠): په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان د دوديزې لويې جرګې پر مهال د افغان ملي ځواکونو له خوا د ښو امنيتي تدابيرو نيولو ستاينه وکړه.

د امريکا له متحدو ايالتونو سره د ستراتيژيکو اړيکو د تړون لپاره د مشورې ورکولو په موخه دوديزه لويه جرګه د لړم په ٢٥مه په کابل کې پيل او په ٢٨مه پاى ته ورسېده.

د دې څلور ورځنۍ جرګې پر مهال ملي امنيتي ځواکونو کلک امنيتي تدابير نيولي وو او پر مهال يې کومه ناوړه پېښه رامنځته نه شوه.

په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا د ليندۍ په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال الن هم د افغان ملي ځواکونو د ښه فعاليت ستاينه کړې ده.

جنرال په دې اړه په خپل پيغام کې ويلي: ((زه د افغان ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت د منسوبينو د مسلکي عمل ستاينه کوم، چې د دوديزې لويې جرګې پر مهال يې له امنيته ډکه خوندي فضا برابره کړې وه.))

هغه زياته کړې، چې د افغان ملي ځواکونو د فوق العاده امنيتي تدابيرو له نيولو سره د جرګې ګډونوالو ته دا زمينه برابره کړه، چې سره کښېني او د افغانستان په بېلابېلو مسايلو او ستونزو خبرې وکړي.

جنرال الن هيله څرګنده کړې، چې افغان ملي ځواکونه به په دوامداره توګه او بشپړې پاملرنې سره، نور هم خپل حکومت او ولس ته له امنيتي پلوه خوندي فضا برابره کړي.

د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان وايي: ((موږ په دې وياړو، چې له افغان ملي ځواکونو سره اوږه پر اوږه فعاليت کوو.))

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.