کابل (پژواک د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٠): د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت د ځينو موسسو هغه څرګندونې ناسمې بولي، چې د ژمي لپاره د خوراکي توکو د رسولو چاره ښه پر مخ نه ده تللې.
د اکسفام او ماشومان وژغورئ «Save The Children» په ګډون نهو خيريه ټولنو د لړم په ٢٧مه خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې د سخت ژمي په رارسېدو سره څه د پاسه دوه نيم ميليونه افغان ماشومان له لوږې له ګواښ، د خوړو له کمښت، ناروغيو او خوارځواکۍ سره مخ کېدای شي او د مرستو چمتووالى ورته نه دى نيول شوى.
اکسفام (Oxfam) د ١٤ سازمانونو نړيوال کنفدراسيون دى، چې د نړۍ په ٩٨ هېوادونو کې فقر او بې عدالتۍ ته د حل لارو موندلو په موخه فعاليت کوي.
يادو شويو موسسو ويلي، چې د روان کال په پيل کې د کم اورښت له کبله د افغانستان ١٤ شمالي، شمال ختيځ او شمال لوېديځ ولايتونه ډېر زيانمن شوي، د بزګرانو کښتونه له منځه تللي او د خوراکي توکو بيې دوه برابره شوې دي.
سرچينې اندېښنه څرګنده کړې، چې د ژمې په رارسېدو سره به لرې پرتو او غرنيو سيمو ته د مرستو رسول ناشوني شي.
خو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير محمد اصف رحيمي، نن په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د ژمي لپاره د خوراکي توکو د رسولو کار په ښه ډول پرمخ ځي.
وزير زياته کړه، چې اکسفام او ځينو نورو موسسو د مرستو د جلبولو په موخه يادې شوې څرګندونې کړې او د افغانستان د حکومت او نړيوالې ټولنې له پرمختګونو يې سترګې پټې کړې دي.
رحيمي وويل، چې دغه وزارت د وچکالۍ له اغېزو د مخنيوي په موخه د ٤٠زره ټنه غنمو، ٥زره ټنه وريجو، لس زره ټنه اصلاح شويو تخمونو او ٢٠زره ټنه د حيواني خوراکي توکو د وېش لړۍ پيل کړې ده.
د هغه په خبره، په پام کې ده، چې ياد شوي توکي د کوپونونو له لارې پر هغو ٦،٢ ميليونو کسانو ووېشل شي، چې وچکالۍ زيانمن کړي دي.
د ياد شوي وزارت وياند مجيد قرار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر اوسه ١٤٠زره کوپونونه وېشل شوي، ځينو کسانو ته مرستې هم رسېدلې او ټاکل شوې ده، چې ژر د کوپونونو له لارې ټولو يادو شويو کسانو ته مرستې ورکړل شي.
ده ونه ويل، چې تر اوسه څومره کسانو او چېرته مرستې تر لاسه کړې؛ خو زياتوي، چې د مرستې ياد شوي توکي ټولو ولايتونو ته رسېدلي دي.
هغه وويل، چې دا مرستې د افغانستان له بوديجې څخه برابرې شوې دي؛ خو بسنه نه کوي.
د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو د وزير د څرګندونو له مخې، د افغانستان دولت د اړتيا د پوره کولو لپاره له نړيوالې ټولنې د ١٤٢ ميليونو ډالرو مرستې غوښتنه کړې، چې ١١٢ميليونه ډالر به يې د کرنې په برخه کې ولګېږي.
دى وايي، چې تر اوسه له يادو شويو مرستو څخه ٤٠ميليون ډالر د يو شمېر موسسو له خوا د کرنې په برخه کې لګول شوي دي.
دغه راز ده وويل، چې په راتلونکو دوو اونيو کې به له هندوستان څخه پنځه زره ټنه غنم هم هېواد ته راورسېږي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن