ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ۲۰۳ تندر قول اردو له ساحوي تعليمي مرکز څخه ۱۲۰۰ تنه فارغ شول

د ۲۰۳ تندر قول اردو له ساحوي تعليمي مرکز څخه ۱۲۰۰ تنه فارغ شول

author avatar
22 Nov 2011 - 17:01
د ۲۰۳ تندر قول اردو له ساحوي تعليمي مرکز څخه ۱۲۰۰ تنه فارغ شول
author avatar
22 Nov 2011 - 17:01

ګردېز (پژواک د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٠): د پکتيا ولايت د ۲۰۳ تندر قول اردو د قوماندانۍ له ساحوي تعليمي مرکز څخه ۱۲۰۰ تنه له دوه مياشتنيو نظامي زده کړو وروسته فارغ شول.

 د ۲۰۳ تندر قول اردو د قوماندانۍ وياند سعدګل هوتک د ليندۍ په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس وويل، چې دغه کسان له دوه مياشتني نظامي کورس څخه فارغ شول او په سوېل ختيځ زون کې به په دندو وګومارل شي.

 نوموړي زياته کړه، چې دا کسان به په قطعاتو کې په رسمي ډول تر ګومارل کېدلو وروسته، نورې پرله پسې مسلکي زده کړې هم وکړي.

 د نوموړي په خبره، له دې ۱۲۰۰ تنو څخه به ۶۰۰ تنه د خوست ولايت د لومړۍ لوا له تعليمي مرکز څخه سندونه واخلي او پاتې ۶۰۰ نور به د مرکز ګردېز له تعليمي مرکز څخه خپل سندونه ترلاسه کړي.

  د ننګرهار ولايت اوسېدونکي زروخان چې د دې فارغ شويو کسانو په ډله کې دى، پژواک ته وويل، خوشاله دى چې دلته وروزل شول او د اردو په ليکو کې به له دې وروسته خپله دنده پرمخ وړي.

 د هغه په وينا، تر هغې به د اردو په ليکو کې دنده ترسره کوي، ترڅو يې په تن کې سا وي. ده وويل: ((ترڅو مې چې په وجود کې وينه وي، نو له وطن څخه به جار وي او زه به په اردو کې کار کوم، دا مې ارمان و.))

  له دې وړاندې هم له دې مرکز څخه ۲۶ دورې فارغ شوي دي.

  د تېرو دورو ټول فارغين چې په هره دوره کې يې همدومره شمېر کسان فارغ شوي، په بېلابېلو ولايتونو کې د اردو ليکو ته جذب شوي دي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.