ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په الينګار کې چاودنې څلور عام وګړي ووژل

په الينګار کې چاودنې څلور عام وګړي ووژل

author avatar
22 Nov 2011 - 10:15
په الينګار کې چاودنې څلور عام وګړي ووژل
author avatar
22 Nov 2011 - 10:15

مهترلام ( پژواک د ليندۍ لومړۍ نېټه  ٩٠ ) : د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې نن سهار په يوه چاودنه کې څلور ملکي وګړي ووژل شول.

د الينګار ولسوال سيد شريف پاچا د ليندۍ په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه نن سهار په نهه نيمو بجو وشوه.

هغه زياته کړه چې د الينګار له ساو سيمې څخه يو سراچه موټر، چې ملکي خلک پکې سپار وو او غوښتل يې ، چې د ولايت مرکز مهترلام ته ولاړ شي، د ولسوالۍ د چينچار په سيمه کې پرې چاودونه وشوه.

د نوموړي په وينا، چاودېدونکي توکي تريوه پولګوټي لاندې ځاى پر ځاى شوي وو او د چاودنې له امله څلور تنه وژل شوي او درې ټپيان دي، چې ټول ملکي وګړي دي.

د الينګار ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال ادم خان پژواک اژانس ته وويل چې ټپيان د پوليسو لخوا د ولايت مرکزي روغتون ته وړل شوي دي.

دى وايي چې دغه چاودنه د وسلوالو مخالفينو لخوا شوې او په اړه يې پوليسو پلټنې پيل کړې دي.

د سميع الله په نامه د سيمې يو تن اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه ډېره زوروره وه او سراچه مو‌ټر هم په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى.

ددې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

د يادونې ده ، چې د روان لمريز کال د لړم په ٢١مه، د مهترلام په بديع اباد سيمه کې هم د الينګار ولسوالۍ د اوسېدونکيو پر يوه موټر چاودنه شوې وه، چې له امله يې اوه ملکي وګړي وژل شوي وو.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.