ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پنځو پوليسو په ګډون ١٠ غله ونيول شول

د پنځو پوليسو په ګډون ١٠ غله ونيول شول

author avatar
23 Nov 2011 - 15:18
د پنځو پوليسو په ګډون ١٠ غله ونيول شول
author avatar
23 Nov 2011 - 15:18

پلخمري (پژواک ٢ ليندۍ ٩٠): د بغلان د امنيه قوماندانۍ پوليسو د دغه ولايت په مربوطاتو کې د پنځو پوليسو په ګډون د لسو غلو د نيولو خبر ورکړ.

د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال اسدالله شېرزاد نن (د ليندۍ دويمه) پژواک خبري اژانس  ته وويل، چې دغه لس تنه په تېرو دوو ورځو کې نيول شوي دي.

د هغه په وينا، څه موده مخکې د بغلان ولايت خلکو د دهنه غوري–پلخمري او پلخمري–دوشي پر لويو لارو له غلاوو شکايت درلود، نو له همدغه امله د امنيه قوماندانۍ پوليسو دغه لارې تر خپل کنټرول لاندې راوستې.

شېرزاد زياته کړه، چې د کشفي ارګانونو او د سيمې د خلکو د هڅو په ترڅ کې د پلخمري–دهنه غوري پر لويه لار د دوو پوليسو په ګډون اوه تنه ونيول شول او درې نور پوليس د دوشي–پلخمري پر لاره نيول شوي دي.

سرچينې زياته کړه، چې دغو کسانو په ناقانونه توګه له خلکو پيسې اخيستې او يا يې هم د هغو پيسې او قيمتي څيزونه لوټول.

هغه وويل، چې په دې اړه څېړنې پيل شوې دي.

د بغلان خلک د پوليسو له دغې کړنې خوښ دي.

د پلخمري ښار يوه دوکاندار حاجي نورالحق پژواک خبري اژانس  ته وويل: “که چېرې پوليس ټول همدارنګه فعاليت وکړي، نور به هېڅ څوک جرئت ونه کړي، چې په غلا لاس پورې کړي.”

هغه له چارواکو وغوښتل، څو نيول شوي کسان په ځانګړې توګه پوليس د قانون منګولو ته وسپاري.

دغه غله په داسې حال کې په بغلان ولايت کې نيول شوي دي، چې يوه مياشت مخکې د پلخمري ښار د لومړۍ امنيتي حوزې مرستيال او د ټولي قوماندان د صرافۍ د دوو دوکانونو په غلا کې د لاس لرلو په تور نيول شوي وو.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.