ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ترافيکي پېښه کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

په ترافيکي پېښه کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
24 Nov 2011 - 15:42
په ترافيکي پېښه کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته
author avatar
24 Nov 2011 - 15:42

ايبک ( پژواک ٣ ليندۍ ٩٠ ) : په سمنګانو ولايت کې د ترافيکي پېښې له امله دوه تنه مړه او درې نور ټپيان شول.

 د سمنګانو ولايت د ترافيکو مدير سمونمل محمد ابراهيم نن دليندۍ په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه اته بجې يو سوزوکي موټر، چې له سمنګانو څخه د بغلان ولايت پر لور روان و ، چې ددې ولايت په رباطک کوتل کې له يوه باروړونکي موټر سره وجنګېد.

هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې په سوزوکي موټر کې دوه سپاره کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي .

ابراهيم زياته کړه چې د پېښې قربانيان د سمنګانو روغتون ته لېږدول شوي دي .

نوموړي د پېښې لامل د غبار موجوديت او د سوزوکي د چلوونکي ګړندى تګ وباله.

 د سمنګانو په روغتون کې مؤظف ډاکټر سراج الدين نظري وويل چې دې روغتون ته دوه مړي او د يوه ٩ کلن ماشوم په ګډون درې ټپيان راوړل شوي دي .

هغه زياته کړه چې مړه شوي کسان د تخار ولايت اوسېدونکي وو، چې له بيت الله شريف څخه  له راستنېدو وروسته د خپل کور پر لور روان وو.

نظري زياته کړه چې د ټپيانو روغتيايي حالت ښه دى.

د سمنګانو د ترافيکو مدير د معلوماتو له مخې، په روان کال کې په دې ولايت کې د ٤٩ ترافيکې پېښو په ترڅ کې ٥٢ تنه مړه او ٨٠ نور ټپيان شوي دي .   

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.