ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل يو شمېر عالمانو او مخورو د بهرنيو ځواکونو له شتون سره مخالفت وښود

د کابل يو شمېر عالمانو او مخورو د بهرنيو ځواکونو له شتون سره مخالفت وښود

author avatar
25 Nov 2011 - 12:24
د کابل يو شمېر عالمانو او مخورو د بهرنيو ځواکونو له شتون سره مخالفت وښود
author avatar
25 Nov 2011 - 12:24

کابل (پژواک ٤ليندۍ ٩٠): د کابل د يو شمېر ولسواليو ديني عالمانو او قومي مشرانو د بهرنيو ځواکونو له شتون سره خپل مخالفت اعلان کړ او ويې ويل چې ددې ځواکونو شتون او نشتون پر امنيت کومه اغېزه نلري.

 په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازى او د ده سبز ولسوالۍ د خلکو د شورا رييس حاجي الله ګل مجاهد تېره ورځ په هغه غونډه کې ، چې له ديني عالمانو او قومي مشرانو سره يې درلوده وويل: ((د بهرنيو ځواکونو شتون او نشتون پر امنيت کومه اغېزه نلري.))

نوموړي زياته کړه،چې هغه په لويه جرګه کې هم د بهرنيو ځواکونو له شتون سره خپل مخالفت څرګند کړى او د امنيتي ځواکونو تقويه، سمبالتيا او له بهرنيو ځواکونو څخه د امنيتي چارو اخيستل يې جرګې ته د مشورې په توګه وړاندې کړي دي .

 د هغه په وينا،دمګړۍ له افغان امنيتي ځواکونو څخه پرته،  څه باندې سل زره بهرني ځواکونه د امنيت په ټينګښت کې بوخت دي ، چې ورځ په ورځ امنيتي حالت خرابيږي.

هغه د نننۍ ناستې موخه د اسلام د مبين دين له نظره د بهرنيو ځواکونو د شتون په اړه د مشورو لاس ته راوړل وبلل او ويې ويل: ((موږ بايد داسې کار وکړو،  چې د اسلام د مبين دين خلاف نه وي.))

 دا ناسته چې د ده سبز ولسوالۍ په ټولنيزه شورا کې جوړه شوې وه ، شاوخواه ٣٠٠ تنو ديني عالمانو، د جوماتونو ملا امامانو او د کابل ولايت  د يوشمېر ولسواليو  قومي مشرانو  په کې شتون درلود.

يوه ديني عالم او د توره خېل د کلي د جامع جومات ملاامام مولوي نصير پژواک ته وويل: ((مسلمانان بايد د يهوديانو ترتاثر لاندې نه وي.))

هغه زياته کړه،چې د بهرنيو ځواکونو شتون په تېرو لسو کلونو کې مثبته پايله نه درلوده او دوام به يې هم د افغانستان لپاره کومه ګټه ونلري.

مولوي نصير وايي،چې بهرنيو ځواکونو په تېرو لسو کلونو کې د اسلامي او افغاني دودونو پرخلاف کړنې ، د شپې لخوا خپلسري عمليات او د کورنو تالاشي  ترسره کړي دي.

 دا په داسې حال کې ده، چې په دوديزه لويه جرګه کې هم د بهرنيو ځواکونو لخوا د شپنيو عملياتو او دخپلسرو تالاشيو په پاى ته رسولو تاکيد شوى و.

دوديزه لويه جرګه د څه باندې دوه زره کسانو په ګډون د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيک تړون د څرنګوالي او له وسلوالو مخالفينو سره د سولې په اړه د لړم په ٢٥مه   په کابل کې جوړه  او د همدې مياشتې په ٢٨مه  پاى ته ورسېده.

 دودېزې لويې جرګې په يوه ٧٦ماده ئيزه پرېکړه ليک کې د امريکا له متحده ايالتونو سره د ستراتيژيک تړون او په افغانستان کې ددې هيواد د پوځي اډو د جوړولو په اړه د ځينو شرايطو له مخې موافقت وکړ.

يوه بل ديني عالم مولوي سميع الله ، چې د ده سبز په غونډه کې يې ګډون درلود پژواک ته وويل،چې ددې اړتيا نشته ، چې بهرنيان په هيواد کې شتون ولري.

هغه زياته کړه: ((موږ سوله غواړو،خو سوله د بهرنيو ځواکونو په شتون کې نه رامنځته کېږي، ځکه چې هغوى په طرف کې واقع دي.))

 هغه زياته کړه،هغه مهال سوله راتلاى شي،چې بهرني ځواکونه ووځي،افغان امنيتي ځواکونه تجهيز او د هېواد ټول امنيت افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

د ده سبز د عالمانو د شورا رييس مولوي عبدالباري وويل،چې ستراتيژيک تړون د اسلام دښمنانو ته د هيواد د رازونو د ورښودلو په مانا دى.

هغه زياته کړه،چې په افغانستان کې د امريکا او د هغه د ملګرو پوځي شتون او د اډو درلودل په قطعي توګه او  تر هرعنوان لاندې حرام دى.

 خو د ناټو چارواکيو او نړيوالې ټولنې ويلي،چې د بهرنيو ځواکونو شتون به په افغانستان کې له ٢٠١٤کال څخه وروسته عملياتي بڼه نه ، بلکې روزنيزه بڼه ولري .

د يادونې ده،چې په دې ناسته کې د سروبي،ده سبز،خاکجبار،بګراميو ولسواليو او د کابل ښار يو شمېر ديني عالمانو او قومي مشرانو ګډون درلود.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.