اسلام اباد ( پژواک ٤ ليندۍ ٩٠ ) : پاکستان افغان پلاوي ته ډاډ ورکړى، چې د استاد رباني د وژونکو په نيولو کې به ورسره مرسته وکړي.
په اسلام اباد کې دافغانستان دسفارت کولتوري آتشې زردشت شمس پرون د ليندۍ په درېيمه، پژواک خبري اژانس ته ويلي و، چې د ملي امنيت د لويې رياست د مرستيال جنرال حسام الدين په مشرۍ يو نهه کسيز پلاوى اسلام اباد ته رسېدلى دى.
هغه زياته کړې ، چې دغه پلاوي د چهارشنبې په ورځ له ځينو پاکستاني چارواکيو سره ليدنې کړي او د پنجشنبې په ورځ به هم د کورنيو چارو د وزير رحمن ملک ترڅنګ له يو شمېر چارواکيو سره وګوري.
پرون ددواړو لوريو ترمنځ له ليدنو کتنو وروسته يوه ګډه اعلاميه خپره شوه، چې پکې پاکستان د استاد رباني د وژنې په قضيه کې افغان پلاوي ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړل شوى دى.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت لخوا پرون ناوخته په خپره شوې دغه اعلاميه کې راغلي ، چې د جنرال حسام الدين حسام په مشرۍ راغلى افغان پلاوي د پاکستان د کورنيو چارو له وزير رحمان ملک سره ماښام وليدل.
سرچينې زياته کړې چې په دې ليدنه کې دواړو لوريو د استاد رباني د وژنو دپلټنو په بېلابېلو اړخونو خبرې اترې وکړې.
خبرپاڼې دکورنيو چارو د وزير رحمن ملک له خولې ليکلي، چې دوى هم د استاد رباني په وژل کېدو سخت غمجن شوي او په دې اړه يې خپله خواشيني څرګنده کړې ده.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير افغان پلاوي ته ډاډ ورکړ، چې پاکستان به د استاد برهان الدين رباني د وژنې په قضيه کې له افغانستان دولت سره پوره مرسته وکړي .
بلخوا تېره شپه په اسلام اباد کې دافغانستان سفير محمد عمر داوودزي دغه پلاوي ته مېلمستاوکړه او له افغان پلاوي سره يې د استاد رباني د وژنې په قضيه کې د پاکستان له مرستې مننه وکړه .
پخوانى ولسمشر او د سولې د عالي شورا رييس استاد برهان الدين رباني د روان لمريز کال د وږي په ٢٩مه د کابل ښار په وزير اکبرخان مېنه کې په خپل کور کې د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کې ووژل شو.
له دې پېښې وروسته د افغانستان د ملي امنيت او کورنيو چارو وزارت له څېړنو وروسته اعلان وکړ، چې پر استاد رباني بريد کوونکى پاکستانى و او ددغه هېواد په کوېټه ښار کې يې دا پلان جوړ کړى و.
هغه مهال حکومت ددې پېښې د څېړنو په موخه پاکستان ته ديوه پلاوي دلېږلو پرېکړه کړې وه، خو ادعا يې کوله، چې پاکستان په دې برخه کې مرسته نه کوي، خو دپاکستان لخوا دا ادعا رد شوه او د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ يې ورکړ.
تېره اونۍ په کابل کې د دوديزې لوې جرګې په پاى کې په ٧٦ ماده ييز پرېکړه ليک کې داهم راغلي و ، چې داستاد رباني د وژنې دڅېړنو په موخه دې يو پلاوى پاکستان ته ولېږل شي .
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن