ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

١٦وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

١٦وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
26 Nov 2011 - 13:13
١٦وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
26 Nov 2011 - 13:13

جلال اباد (پژواک ٥ لېندۍ ٩٠): افغان او بهرني ځواکونه وايي، چې په کونړ ولايت کې يې ١٦ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په ختيځو ولايتونو کې د لومړي زون سرحدي پوليسو قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل نن (د لېندۍ ٥مه) پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د افغان او ايتلافي ځواکونو په ګډو عملياتو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هغه په وينا، دغه وسله وال په سيمه کې د طالب قوماندان روح الله خادم کسان وو.

نوموړي د مرګ ژوبلې د کره شمېرې په اړه څه ونه ويل.

خو د لومړي زون سرحدي پوليسو مطبوعاتي مسوول ادريس مومند پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه ١٢ بجې ايتلافي ځواکونو د سرکاڼو او خاص کونړ په ولسواليو کې پر وسله والو مخالفينو هوايي بريد کړى، چې په ترڅ کې يې اته تنه وژل شوي او ٨ نور ټپيان دي.

د هغه په وينا، د يادو ولسواليو د مايې او غوښتو سيمو د غرونو په لوړو څوکو کې وسله وال مخالفين ځاى پر ځاى شوي وو، چې ايتلافي ځواکونو له خوا پرې هوايي بريدونه ترسره شول.

نوموړي زياته کړه، چې په يادو سيمو کې د سرحدي پوليسو پوستې هم پرتې دي، خو په دغه هوايي بريد کې هغو او ملکي وګړو ته زيان نه دى رسېدلى.

په کابل کې د ايساف ځواکونو د باګرام له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې افغان کومانډو ځواکونو په خاص کونړ ولسوالۍ کې د شنبې پر شپه لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

سرچينې وسله والو طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه دقيق معلومات نه دي ورکړي، خو زياتوي، بريد وروسته له هغه تر سره شو، کله چې وسله والو په سيمه کې پر بهرنيو ځواکونو د سپکو او درنو وسلو بريد وکړ.

د خبرپاڼې په حواله، د وسله والو طالبانو په بريد کې د ايتلافي ځواکونو سرتېرو ته زيان نه دى رسېدلى.

د ٢٠١ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال نعمان هاتفي په سيمه کې عمليات تاييد کړل، خو په اړه يې نور معلومات نه درلودل.

وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې د کونړ او نورستان په ځينو سرحدي ولسواليو کې له يو اونۍ راهيسې د افغان او ايتلافي ځواکونو له لوري چاڼيز عمليات پيل شوي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.