ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډنمارک له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټينګار وګړ

ډنمارک له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټينګار وګړ

author avatar
26 Nov 2011 - 18:08
ډنمارک له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټينګار وګړ
author avatar
26 Nov 2011 - 18:08

کابل (پژواک ٥ ليندۍ ٩٠): د ډنمارک د بهرنيو چارو وزير وايي چې هېواد به يې له بهرنيانو څخه افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو تر لېږد وروسته هم له افغانستان سره په ملکي برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

افغان ځواکونو ته د مسووليتونو د لېږد پروسه د روان کال په چنګاښ مياشت کې پيل شوې او ټاکل شوې ده، چې د ٢٠١٤ کال تر پايه بشپړه شي.

د ډنمارک د شاهي هېواد د بهرنيو چارو وزير ويلي سونډل (Villy Sovndal )  د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير زلمي رسول سره په کابل کې په ګډه خبري غونډه کې وويل، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته به ډنمارک له افغانستان سره د اقتصاد، پوهنې او د پوليسو د روزنې په برخو کې مرستې کوي.

ده په نننۍ خبري ناسته کې دا هم وويل، چې په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې په ډېرو برخو کې پرمختګونه شوي، ډېر شمېر زده کوونکي ښوونځيو ته ځي او افغان ځواکونه پياوړي شوي دي.

د ډنمارک د بهرنيو چارو وزير چې دوه ورځې وړاندې افغانستان ته راغلى دى، تېره ورځ يې له خپلو پوځيانو سره په هلمند کې وکتل.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير له افغانستان سره د ډنمارک له مرستو مننه وکړه او ويې ويل، چې ډنمارک د شوروي د يرغل پر وړاندې د افغانستان د خلکو د جهاد په دور او په تېرو لسو کلونو کې هم له افغانستان سره مرستې کړې دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، ډنمارک په افغانستان کې ٧٥٠ سرتېرې لري، چې په هلمند کې مېشت دي او تر اوسه يې ٤٢ سرتېري په افغانستان کې وژل شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ياد شوې هېواد له ٢٠٠٢ زېږديز کال راهيسې له افغانستان سره د امنيت د ټينګښت او بيارغونې په برخو کې ٦٧٠ ميليونه ډالره مرسته کړې ده.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.