کابل (پژواک ٦ ليندۍ٩٠): د مشرانو جرګې يو شمېر غړو په افغانستان کې له اسلامي اصولو سره سم د ښځو د حقونو پر تحقق ټينګار وکړ.
د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار، چې د جرګې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه، وويل، چې په اسلامي اصولو کې ښځو ته د هغو پوره حق ورکړل شوى دى.
د ده په وينا، دا په داسې حال کې ده، چې ځينې بې دينه بهرنۍ کړۍ هڅې کوي، چې په افغانستان کې ښځې د اسلام له دين سره په تضاد کې ازادۍ ولري.
ده د يادو کړيو او د ښځو د حقونو په تړاو د هغوى د کړنو په اړه له نورو څرګندونو پرته وويل: ((په دغه ډول ازاديو ورکولو سره د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه نوره هم زياتيږي.))
د مشرانو جرګې غړې رڼا ترين هم د جرګې په نننۍ غونډه کې ټينګار وکړ، چې ښځو ته بايد له اسلامي اصولو سره سم ازادي ورکړل شي.
ترين زياته کړه: ((موږ د اسلام له اصولو سره خلاف ازادي نه غواړو.))
د هغې د څرګندونو له مخې، دغه مهال په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تر ټولو ډېر تاوتريخوالى په هېواد کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو او وسله والو طالبانو له پېښېږي، چې دولت يې بايد جدي مخنيوي وکړي.
هغې زياته کړه: ((طالبان او بهرني ځواکونه د شپې له لوري عمليات کوي، د خلکو پر کورنو ورخېژي، ښځې تلاشي کوي او په ځينو مواردو کې ښځو ته ډول، ډول سپکاوى هم کوي.))
په دې جرګه کې د بدخشان استازې ګلالۍ اکبري بيا وايي، چې په هېواد کې نارينه د ښځو پر وړاندې ډېر زيات تاوتريخوالي کار اخلي.
هغه زياتوي: ((همدغه نارينه د ښځو نه پيدا دي او بيا ټوله ورځ ښځې د همدوى له لاسه وهل او ټکول خوري.))
اکبري زياته کړه، چې په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړو لپاره بايد د دولت ټول ارګانونه يو ځاى کار وکړي.
دې وويل: ((دغه موږ څو کسه ښځې، چې په کابينه يا په ملي شورا کې يو، نه شو کولاى، چې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى له منځه يوسو.))
خو د مشرانو جرګې بله غړې انارکلي هنريار بيا وايي، چې يواځې د قانون حاکميت په هېواد کې کولاى شي، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه را ټيټه کړي.
هغې پر ښځو غږ وکړ، چې دوى هم بايد وروستۍ هڅې وکړي، چې د نارينه له لوري ورته د تاوتريخوالي زمينه برابره نه شي.
د هنريار په اند، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى دومره ډېر نه دى، لکه څومره يې چې ځينې ادارې په ګوته کوي.
دې له هغو ارګانونو، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کچې د کموالي لپاره کار کوي، غوښتنه وکړه، چې د خپل ځان د فعاله ښودو په موخه دې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه لوړه نه ښيي.
څو ورځې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون اعلان وکړ، چې په تېرو نهو کلونو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتريخوالي څه د پاسه ٣٩ زره پېښې ثبت شوې دي.
د ښځو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په تېر يو کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي شپږ زره پېښې ثبت کړې، چې په هغو کې په بدو کې د نجونو ورکول، د زور ودونه، له وخته وړاندې واده کول، جنسي تېري، له کور څخه تېښتې او نور شامل دي.
د ملګرو ملتونو سازمان د ليندۍ په دويمه وويل، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د منع قانون په سمه توګه نه دى عملي شوى.
ياد قانون په ١٣٨٨کال کې نافذ شوى دى.
Visits: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن