ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

واورو په سمنګان کې د لسګونو کليو لارې بندې کړې

واورو په سمنګان کې د لسګونو کليو لارې بندې کړې

author avatar
27 Nov 2011 - 15:11
واورو په سمنګان کې د لسګونو کليو لارې بندې کړې
author avatar
27 Nov 2011 - 15:11

ايبک (پژواک ٦ ليندۍ ٩٠): د سمنګانو ولايت د دره صوف بالا او پايين د ډبرو د سکرو د لېږد او د ٤٠ کليو لارې د سختې واورې د اورېدو له امله د خلکو پر مخ بندې شوې دي.

د سمنګان د درۀ صوف بالا و پايين ولسوال احمدعلي نن (د ليندۍ ٦مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرې ورځې راهيسې د ډېرې واورې اورېدو له امله د دې ولسوالۍ د شاوخوا ٤٠ کليو غځېدلې لارې او د دره صوف بالا او پايين ولسوالۍ د ډبرو سکرو د لېږد لاره په کوتل قلعه کې بنده کړې ده.

هغه زياته کړه، چې په لاندې سيمو کې د واورې اندازه له ١٥ تر ٣٠سانتي مترو او د کوتل قلعه په سيمه کې ٦٠سانتيو ته رسېدلې ده.

د سمنګان د عامه ګټو امر انجنير ضيا همايون د ياد کوتل د بندېدو د پخلي ترڅنګ پژواک ته وويل، چې ياده لاره د باران او واورې په اورېدو سره تړل کېږي، ځکه چې لاره خامه او ډېره خرابه ده.

هغه زياته کړه، چې د دې لارې د خلاصېدو لپاره وسايل او امکانات نه لري او د لارې ستونزه يې د ولايت له مسوولينو سره شريکه کړې ده.

د سيمه ييزو چارواکو د معلوماتو له مخې، شاوخوا ٢٥٠٠کسان د دره صوف بالا د ډبرو سکرو په ٢٥٠کانونو کې په کار مشغول دي، چې له هغوى څخه د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې څه باندې ٥٢٨ ميليونه افغانۍ عايد ترلاسه شوى و.

د صوف درې د ډبرو د سکرو کان په ١٣٤٥کال کې د سيمه ييزه خلکو له لوري کشف او په ١٣٤٦کال کې د شوروي او د المان هېوادونو د متخصيصينو د سروې له مخې د دغه کان سکاره څه باندې ١٥٠ميليون ټنه اټکل شول، خو د کان مسوولين وايي، چې اندازه يې تر دې هم لوړه ده.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.