ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مزارشريف کې کرکټ لوبې ته نوى لوبغالى جوړ شو

په مزارشريف کې کرکټ لوبې ته نوى لوبغالى جوړ شو

author avatar
27 Nov 2011 - 11:02
په مزارشريف کې کرکټ لوبې ته نوى لوبغالى جوړ شو
author avatar
27 Nov 2011 - 11:02

مزارشريف (پژواك ۶ ليندۍ ۹۰): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د کرکټ يو معياري لوبغالى جوړ او د يوې غونډې په ترڅ کې رسماً ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د شمال زون د كركټ بورډ مشر ډاكتر نورعلم فريد د ليندۍ په ٦مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې دغه لوبغالى د مزارشريف ښار ختيځ لور ته د امريكا متحده ايالتونو د پراختيايي موسسې له خوا د ۲۰۰زره امريكايي ډالرو په ارزښت جوړ كړاى شو.

نوموړي زياته كړه، چې لوبغالى په ۱۴جريبه ځمكه كې جوړ شوى او د كركټ لوبې ټولې اسانتياوې ورته په نظر كې نيول شوې دي.

د هغه په وينا، ياد لوبغالى، چې پرون په رسمي توګه ګټې اخيستنې ته وسپارل شو، نه يواځې شمال، بلكې د هېواد په كچه به په کې د كركټ لوبې سيالۍ ترسره کېږي.

د كركټ بورډ اجراييوي مشر نسيم الله دانش، چې له يوه پلاوي سره د دغه لوبغالي د پرانيستلو لپاره مزار شريف ته راغلى وو، پژواك اژانس ته وويل، دوى هڅه كړې، چې لوبغالى په پوره معياري بڼه جوړ كړي.

نوموړي زياته كړه، چې په ياد لوبغالي كې به له دې وروسته د شمال او هېواد په كچه بېلابېلې سيالۍ پيل شي، چې له امله به يې په شمال كې كركټ لا وده وكړي.

د هغه په وينا، د دغه لوبغالي لپاره ځمکه د ولايت مقام له لوري ورکړل شوې او د افغانستان کرکټ بورډ ادارې پرې ياد لوبغالى جوړ کړ.

دانش زياته کړه، چې د بلخ ځوانانو له دې وړاندې په تشو ډاګونو کې د کرکټ لوبې کولې، خو اوس به دغه ځوانان په يوه معياري لوبغالي کې خپلو لوبو ته دوام ورکړي او زيات شمېر نور ځوانان به هم د کرکټ لوبې ته مخه کړي.

د دانش په وينا، اوسمهال د هېواد په اتو شمالي ولايتونو کې د کرکټ د لوبغالو او اکاډميانو د جوړولو چارې روانې دي، چې ډېر ژر به د کرکټ د لوبو لپاره چمتو شي.

د افغانستان کرکټ بورډ د پرمختيايي چارو مسوول نورمحمد مراد وايي، چې دوى په پلان کې لري، په نږدې راتلونکي کې په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم ورته لوبغالي جوړ کړي.

د بلخ ولايت د كركټ لوبغاړي هم په دې هيله دي، چې ياد لوبغالى به د دوى د وړتياوو د لا لوړېدو لپاره زمينه برابره كړي.

د بلخ د چمتال ولسوالۍ د كركټ لوبډلې كپتان محمد ظريف پژواك ته وويل: ((له تېرو درې څلور كلونو د چمتال په وچ خوړ كې كركټ كوو.))

نوموړي زياته كړه، چې د كركټ لوبې د پخوالي لپاره اړينه خبره ده، چې د نورو تكړه لوبغاړو لوبه ننداره كړي او د هغوى له تجربو ګټه واخلي.

د هغه په وينا، دوى په سيمه كې د برېښنا د نشتوالي له امله د کرکټ لوبو د نندارې لپاره د تلويزون له کتو بې برخې دي.

محمدظريف وويل، چې دغه حالت ته په پام سره په بلخ ولايت كې د كركټ د معياري لوبغاړي جوړېدل د دوى لپاره لوى زيرى دى.

نوموړي زياته كړه، چې دوى به په ياد لوبغالي كې د هېواد د نورو لوبغاړو د لوبو د نندارې تر څنګ په خپله هم لوبه كوي او همدا چارې به د دوى كركټ ته وده وركوي.

دمګړۍ د شمال زون په كندوز، بغلان، بلخ، سمنګان او جوزجان ولايتونو كې د كركټ لوبډلې شته دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.