ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت په بن کنفرانس کې له نړيوالې ټولنې د ټينګې سياسي ژمنې تمه لري

author avatar
28 Nov 2011 - 19:24
author avatar
28 Nov 2011 - 19:24

کابل (پژواک ٧ ليندۍ ٩٠): افغان حکومتي چارواکي وايي چې افغانستان په راتلونکو کلونو کې د همکاريو د دوام په موخه، د بن په کنفرانس کې له نړيوالې ټولنې د ټينګې سياسي ژمنې تمه لري.

 د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت سياسي مرستيال جاوېد لودين، د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال او افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد د کمېسيون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي، نن په کابل کې په ګډه خبري ناسته د بن د جوړېدونکي کنفرانس په اړه رسنيو ته معلومات ورکړل.

 ټاکل شوې ده چې د شاوخوا سلو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د استازو په ګډون، د افغانستان په اړه د بن کنفرانس د راتلونکې زېږديزې مياشتې په پنځمه په المان کې جوړ شي.

 په دې کنفرانس کې به افغانانو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد پر پروسې، د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ پر اوږدمهاله اړيکو، سيمه ييزو همکاريو او د افغان دولت له وسله والو مخالفينو سره د روغې جوړې په اړه خبرې وشي.

 د بهرنيو چارو د وزارت سياسي مرستيال وويل، تر ٢٠١٤ کال وروسته چې افغانانو ته په امنيتي او ملکي برخو کې د مسووليتونو چارې سپارل کېږي، د افغانستان او  نړيوالې ټولنې ترمنځ به د مشارکت بڼه بدلون ومومي.

 لودين زياته کړه: ((په افغانستان کې د ټيکاو راوستل او مرفه کول نه يواځې د افغانستان هيله ده، بلکې دا موضوع د نړۍ له امنيت سره هم مستقيم تړاو لري؛ نو له همدې امله بايد نړۍ له دې هېواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.))

 ده وويل چې افغانستان د بن په کنفرانس کې له نړيوالې ټولنې د ټينګې سياسي ژمنې تمه لري.

 افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد د کمېسيون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي د امنيتي مسووليتونو لېږد په اړه وويل، چې په ټوليزه توګه افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو لېږد د افغانستان د حکومت موخه ده.

 احمدزي وويل، چې د انتقال پروسه يوه تدريجي، همغږې شوې او منظمه پروسه ده چې تر ٢٠١٤ کال پورې به بشپړه شي.

 اشرف غني همداراز وويل، چې د بن کنفرانس د اقتصادي ژمنو د ترسره کولو کنفرانس نه دى.

 هغه وويل چې افغان حکومت به په دې کنفرانس کې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې پر پخوانيو تړونونو او په ځانګړې توګه د لندن او کابل د کنفرانسو د ژمنو پر پلي کولو ټينګار وکړي، چې د احمدزي په وينا، د د افغانستان او نړيوالې ټولنې د همکاريو بنسټ جوړوي.

 خو د ماليې وزير عمر زاخېلوال وويل، چې که څه هم د بن کنفرانس له افغانستان سره د مالي ژمنو کنفرانس نه دى؛ خو په وينا يې افغانستان تردې مهاله په لويه کچه پر بهرنيو مرستو ولاړ دى.

 د زاخېلوال د معلوماتو له مخې، تېر کال د افغانستان ناخالص توليد ١٦ ميليارده ډالر و، چې له بهرنيو مرستو سره برابره و.

 د ده د معلوماتو له  مخې، تېر کال يواځې د امنيتي سکتور په برخه کې شاوخوا لس مليارده ډالر لګول شوي دي؛ په داسې حال کې چې د افغانستان کورني عوايد په کال کې ١،٨ ميليارده ډالره دي، چې د لګښتونو يوه کوچنۍ برخه برابروي.

 زاخېلوال زياته کړه: ((د بن په کنفرانس کې په اقتصادي برخه کې زموږ زيات تاکيد له ٢٠١٤ کال وروسته دى. موږ د ٢٠١٤ کال تر اواخرو پورې تشويش نه لرو، په کافي اندازه تعهد موجود دى.))

 هغه وويل، چې افغانستان په امنيتي برخه کې هر کال شاوخوا ٦ ميليارده او په پراختيايي برخه کې ٥ ميلياردو ډالرو اوږدمهالې مرستې ته اړ دى.

 هغه وويل، تمه لري چې په تدريجى بڼه د کاني زېرمو د راوېستو او د پانګونې د جذبولو له لارې د افغانستان ملي عوايد ډېر شي؛ خو ويې ويل چې په دې برخه کې د نړيوالو اوږدمهاله مرستو ته اړتيا ده.

 زاخېلوال له نړيوالې ټولنې يواځې د اوږدمهاله مرستو د ژمنو د غوښتنې ترڅنګ، د دې مرستو د لګولو بڼه ډېره مهم وبلله او زياته يې کړه:((کومې مرستې چې اوس افغانستان ته راځي، په کومه بڼه چې مصرفېږي، په کومو ساحو کې چې مصرفېږي، زموږ په اند باندې ډېرې موثرې نه دي.))

 هغه وويل چې که نړيوالې مرستې تر ٢٠١٤ کال وروسته، د افغانستان د بوديجې له لارې د اولويتونو په نظر کې نيولو سره ولګول شي، نو موثريت به يې ډېر وي.

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.